المپیک : په نښه ویشتنه کي هند لومړي دمیسو مډال خپل کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50653
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-07-30

 دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو په سیالیو کي  نن دریمه ورځ په لومړي ځل  هندوستان  خپل لومړنۍ مډال په نښه  ویښتلو کي وګاټه  ګګنګ نرنګ هغه هندي لوبغاړي و چي دنښه ویشتلو په دغه لوبه کي ئې دمیسو مډال خپل کړ دهغه سره سیال ایټالوي نیکولو دسپینو زرو او درومانیه الن دسرو زرو مډالونه خپل کړل .

ټاکل سوې ده چي نن افغان سوک وهونکي   اجمل فیصل دخپل  فرانسسوي سیال سره دلوبي میدان ته راووځي .
پرون هم د ۵۲ پړاوه  د سوک وهونکي لوبي ترسره سوې . او نن به هم په نژدې ۶۰ پړاوه کي ددغه لوبو نتجه معلومیږي او په وروستي پړاو کي به د مډالونو دویش نتجه بندي وکړل سي