المپیک :په کوچنيو بیړیو ځغاسته کي فرانسه مخته شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50707
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-08-01

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو د سیالیو په څلورمه ورځ په تیزو اوبو کي د کوچينو لاسي کښتیو په لوبه کي فرانسې دسروزرو مډال وګاټه
په دغه لوبه کي جرمني دسپینو زرو او  سلواکیا د میسو مډال خپل کړ

دیادولو وړ ده چي فرانسه اوس په دې لوبو کي په درجه بندي کي په دریم کتار کي قرار لري چي ټول ټال یوولس مډالونه خپل کړي دي چي دهغه جملې څخه ئې 4 دسرو زرو ، 3 دسپینو زرو او 4 دمسیو دي .

همدا راز جرمني د درجه بندی له مخي په 8 نمبر کي دي او تر اوسه 6 مډالونه خپل کړي دي چي 2 دسرو زرو او 3 دسپینو زرو او یو دمیسو دي
خو سلواکیا په 22 نمبر کي ده او یوازي ئې دوه دمیسو مدالونه خپل کړي دي