المپیک : په اس لوبه کي جرمني دوه دسرو زرو مډالونه وګټل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50710
راحیله جواد - کابل
دخبریدو نیټه : 2012-08-01

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو د سیالیو په څلورمه ورځ د اس لوبو په زړه پوري سیالی تر سره سوي دغه سیالیو د شاهي کورنۍ زیات شمیر غړي هم دسیلانیانو په ډله کي ناست وو .

په دغه لوبو کي چي اسان د لوړ لرګیو اړوي او ځانګړي فني حرکاتو سره میدان ته راځي د جرمني هیواد دوه سرو زرو او یو د میسو مډال خپل کړ سویډن او برتانیې یو یو دسپینو زرو او نیوي زیلانډ دمیسو مډالونه خپل کړل .

دیادولو وړ ده چي په څلرمه ورځ دامریکا او چین دمډالونو شمیر مساوي راغی دواړه هیوادونو ۲۳- ۲۳مډالونه خپل کړي خو دچین دسرو زرو مډالونه زیات دي او په همدې خاطر او س هم د المپیک سیالیو د درحه بندي په حساب په لومړي قطار کي دی او امریکا دوهم نمبر ده .
په دریم نمبرکي فرانسه په  څلورم نمبر کي جنوبي کوریا په پڼځم نمبر کي شمالي کوریا ده خو په شپږم نمبر کي قزاقستان په حیرانوونکې توګه رامخته سو ایټالیا په اووم نمبر کي جرمني په اتم خو روسیه د تمي خلاف په نهم نمبر کي او جنوبي افریکا په لسم نمبر کي قرار لري