المپیک : د تیرتلون په لوبو کي سویس دسرو زرو مډال خپل کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50816
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-08-05

دالمپیک لندن ۲۰۱۲ لوبو په درشل کي  د تیرتلون یا ( لامبو+باسکل ځغلول+ څغاسته ) لوبه کي سویس دزرو سرو مډال خپل کړ په دغه لوبه کي سویډن دسپینو او استرلیا د میسو مډالونه خپل کړل .

دیادولو وړ ده چي سویس د هیوادونو په درجه بندي کي ۲۸ تم هیواد دي چي تر اوسه ئې یوازي دوه مډالونه ګټلي دي چي یو د سرو بل د سپینو زرو دی او سویډن په درجه بندي کي ۲۵ هیواد چي ۴ مډالونه لري چي یو د سرو او درې دسپینو زرو دي

خو سترالیا بیا تر دې ډواړو لږ مخته په ۲۱ نمبر کي قرار لري چي ۲۰ مډالونه لري چي دهغه جملې څخه ئې یو دسرو زرو ، ۱۲ دسپینو زرو او ۷ دمیسو تر اوسه خپل کړي دي