المپیک : دبادي کیښتیو په لوبه کي برتانیا مخته سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50830
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-08-06

دالمپیک لندن ۲۰۱۲  لوبو په درشل کي دبادي کيښتیو  په ځغاسته کي برتانیا او سویډن دوه دوه مډالونه خپل کړل

برتانیا دبادي کیښتیو په ځغاسته کي یو دسروزرو بل دسپینو زرو خو سویډن بیا یو دسرو زرو بل دمیسو مډالونه خپل کړي دي

همداراز چین او استرلیا  هم دبادي کیښتیو په ځغاسته کي یو یو د سرو زرو مډالونه خپل کړي دي کبریس ، ډینمارک او هالند هم په یو یو دسپینو زرو مډالونه ګټلي دي

برازیل ، بلجیم او فرانسوې بیا په همدې لوبه کي یو یو د میسو مډالونه خپل کړي دي