د ميوند د اتلانو لوبډله بريالۍ كندهار ته راستنه سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51876

دخبریدو نیټه : 2012-10-21

پښتنه اميد


ياده لوبډله چي له تيري يوې نيمي مياشتي راهيسي په مركز كابل كي د روشن افغانستان د غوره ليك په سياليو بوخته وه ،د يكشنبې په ورځ كندهار ته راورسېده .
يادي لوبډلي ته د كندهار په هوايي ډګر كي د ولايت مقام د مالي او اداري ريس ،د سپورټ او بدني روزني دامر او كندهار ښاريانو له خوا هركلى وسو.
همدارنګه يادي لوبډلي ته په كندهار ښار كي ښاريانو هم تود هركلى  ووايه او هرځاى خلګ ددې لوبډلي راتګ ته سترګي په لار وه .
د ميوند د اتلانو د لوبډلي روزنكى عبدالسمېع غيرت مل وايي ملګرو يي په ډېره مېړانه لوبي وكړي چي په ترڅ كي يي درې ګټلي ،يوه مساوي او يوه يي هم بايلي ده:
همدارنګه ښاغلى غيرت مل وايي چي د روشن افغانستان د غوره ليك سيالۍ د ملي وحدت د يو سمبول په توګه تر سره سوې چي د كندهار او هلمند ځوانانو پكښي فعاله برخه واخسته :
د يادوني وړ ده چي  په يادو سياليو كي د سويل لوېديځ زون څخه د ميوند اتلانو دريم  د شمالي زون څخه د سيمرغ البرز دوهم او د لوېديځ زون څخه د طوفان هريرود لومړى مقام تر لاسه كړ.