زه او سپوږمۍ شعری غورچاڼ چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51987

دخبریدو نیټه : 2012-11-01

د ځوان شاعر او ژورنالیست صداقت غورځنګ په زیار یو نوی ښکلی شعري غورچاڼ(زه او سپوږمۍ) تازه چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شو.
دا کتاب سدیس سینا خپرندویې ټولنې له ننګرهاره د خپل لومړني چاپي اثر په توګه په دوو زرو ټوکونو کې د نوي شاعرانو د شعرونو په لرلو سره خپور کړی دی.
پر دې اثر د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند او د کونړ اونیزې مسول مدیر ضیاالرحمان سپین غر لنډ یادښتونه لیکلي.
د راټولونکي یادښت هم چاپ شوی.
ده لیکلي، چې د شعرونو په انتخاب کې یې ملګرتیا نه ده پاللې او هڅه یې کړې، چې په معیار او هنر برابر شعرونه خپاره کړي.
د ښاغلي غورځنګ تردې مخکې د ټپیزو یو کتاب هم چاپ شوی و، چې د نکریزو شپه نومیده.
د غورځنګ درې نور کتابونه لا چاپ شوي نه دي، چې یوه یې د ټپیزو دی او (ماته خو ښه معلوم یې یاره)بل د نېمو شپو خبرې د لنډو کیسو ټولګه او بل هم د لوپټې په نامه د پېغلو نجونو شعري غورچاڼ دی.
د نوي کتاب د چاپ له امله ورته مبارکي وایم او د نورو بریو په هیله یې یم.