په کندهار کي دکرکټ دلوبډلو سره دښاروالي لخوا مرسته ترسره سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52008
امین
دخبریدو نیټه : 2012-11-03

 

دکندهار په ولايت کي دکرکټ د ٨ لوبډلو سره دکندهار دښاروالي لخوا دکرکټ د سامانو مرسته وسوه، دغه سامانونه
نن دکندهار پر ٨ لوبډلو دکندهار دبدني روزني دآمر محمدالله ګلالي او کندهار دکرکټ مسئول محمد مسعود رحماني
لخوا پر لوبډلو تقسيم کړل سوه.
دغه سامانو کي د ٨ لوبډلو لپاره مکمل لباس، بوټونه، بيټونه، پيډونه، دسکلي، هلميت او داسي نور دکرکټ دلوبي دضرورت وړ سامان شامل و

دسامانو د ويشلو وروسته دکندهار دبدني روزني آمر او دکرکټ مسئول دکندهار د ښاروال ددي مهرباني او مرسته څخه
مننه وکړه او دهغه دغه کار يي د ځوانانو د پاره ډير دقدر وړ و بلي، هغوى زياته کړه چي ددي
سره به ځوانان نور هم د لوبو و خواته تشويق سي او دا به دکرکټ دلوبي په پرمختګ کي دځوانانو سره نوره
هم مرسته وکړي.

هغوى دکندهار ښاروال د منني  ترڅنګ پرنورو دولتي چارواکو او تجارانو ږغ وکړ چي دلوبو سره مرستي وکړي
څو ځوانان نور هم تشويق سي
د سامانو د تقسيم وروسته دهمدغه اته لوبډلو ترمنځ سيالي هم پيل سوي چي يوه اووني به دوام وکړي.