پر ډېورنډ لیکه دي نیوټران آتومي وسله وکارول سي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52254
ژباړونکی: محمد سميع صادق
دخبریدو نیټه : 2012-11-24

د برتانیې دفاع پخواني وزیر د ډېورنډ پر لیکه د نيوټران بم د غورځولو نظر وړاندي کړ، د اې اين آی نيوز ډاټ آی اين ويب پاڼي څخه ژباړه : د ۲۰۱۲ ز کال د نومبر ۲۴ د برتانيې د لېبر ګوند پخواني د دفاع وزیرلارډ ګِلبرټ خپل نور ملګري هغه وخت سخت حيران کړل کله چي ده د افغانستان او پاکستان پر ګډي پولي د نيوټران بم غورځولو سلا ورکړه. په مشرانو جرګه کي د هر اړخيزي اتومي بې وسلې کېدا په مناظره کي لارډ ګِلبرټ وويل چي دداسي وسلو په استعمال سره د دغو پولو ستونزي تر ډېره حده کمولای سي. د لېبر ګوند دغه وزير وويل چي دی د داسي کمو چاودېدونکو شعاوو وسلې اي آر آربي نيوټران بم په اړه خبري کوي کوم چي نن سبا د ډيرو موخو لپاره استعماليږي. د وويل د اي آر آر بي سروکي د سرحدو تر منځ نقل و حمل په کنترول او د هغو پولو په خونديتوب کي چيري چي خلک ستونزي جوړوي اغېزمن ثابتېدلای سي. دده دغه سلا شايد د مشرانو جرګې و نورو غړو ته د منلو وړ نه وي خو د زياته کړه چي: (( که تاسو دوی ته وويل چي پر دغو سيمو اي آر آر بي سروکي ايله کيږي د دوی لپاره به دغه ځايونه خوا تورونکي وي او دوی به هلته نه ځي.)) لارډ ګِلبرټ وويل چي دی د اتومي وسلو پر اختراع ډېر محظوظ دی ځکه چي دوی د مدافع وسلو په توګه کارول کيږي او دوی د درېیمي احتمالي نړيوالي جګړې مخنيوی کړی دی او ډير ‌ژوند يې ژغورلی دی. لارډ براون ، پخوانی وزير دفاع ، د ده پر نظرنېوکه وکړه او او دی يې سرټنبه او سخت پاروونکی وباله . د لارډ وېلېس د دفتر وياند په دې اړه وويل چي دولت پر دغه حساسه مسله د ګِلبرټ د سرغړوونکي بيان سره همږغی نه دی. ده وويل : (( انګلستان د اتومي وسلې څخه پاکي نړۍ د اوږد مهالي هدف پر ‌ژمنه ولاړ دی.))