احمدشابابا لېسې د فوټبال سياليو لمړى مقام خپل كړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52515

دخبریدو نیټه : 2012-12-12

پښتنه اميد

په کندهار كې  دفوټبال غوره ليک سيالۍ پاى ته ورسيدي او لمړى مقام يې د احمدشابابا ليسي خپل كړ .
دا سيالۍ   چي دري مياشتي وړاندي دکندهار دسپورټ اوبدني روزني د امريت  دفوټبال فدراسيون له لوري په لاره اچول سوي وي دكندهار ولايت څخه ديارلسو لوبډلو ګډون پكښي كړى وو.
دكندهار د فوټبال فدراسيون مشر حاجي نصيراحمد رحماني وايې ،چې په دغه ليك كښي اتو لوبډلو غوره مقامونه خپل كړه .
د  دې  لوبډلو په قطار كې د احمدشابابا ليسي لمړى ، اتفاق دوهم او  عينو مېني لوبډلې دريم مقامونه خپل كړه .
پرون  مازيګر د دې ليك وروستۍ د احمدشابابا ليسي او ځوانانو لوبډلو تر منځ وسوه چې  درې د دوه په وړاندي د احمدشابابا ليسي په ګټه پاى ته ورسيده .     
احمدشابابا ليسه چې په دې سياليو كې يې لمړى مقام ګټلى دى
ټولې يې ۱۳ لوبي كړي چې يوه يې مساوي كړې او پاتي نوري يې ګټلي دي .
د دې لوبډلې نمرې ټولي ۳۴ سوي دي .