د كركټ سياليو اتلولي خپلواك لوبډلې تر لاسه كړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52624
پښتنه اميد
دخبریدو نیټه : 2012-12-22

 

په كندهار كې د كركټ پيل شوي سيالۍ د خپلواك لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسيدې .
پوره پنځه ديرش ورځې مخكي په كندهار كې د كركټ بورډ له لوري د داخلي لوبډلو تر منځ د كركټ سيالۍ پيل شوي وي چې څوارلسو لوبډلو ګډون پكښي كړى وو .
د سياليو څخه موخه كركټ ته وده وركول او د كندهار د منتخبي لوبډلې جوړول وه .
د دې سياليو وروستۍ لوبه تېره ورځ جمعه په عينو ښارګوټي كې د اتحاد او خپلواك لوبډلو تر منځ وشوه .
لوبه د اوو ويكيټو په توپير د خپلواك لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده او همدې لوبډلې د دې سياليو اتلولي تر لاسه كړه. د سياليو دوهم مقام اتحاد او دريم مقام ارين لوبډلې تر لاسه كړ .
د كركټ بورډ امر محمدمسعود رحماني وويل چې  د دې سياليو څخه يې موخه د منتخبي لوبډلې دپاره د وړ كسانو ټاكنه وه چې هغوى انتخاب شوه او له دې وروسته به  د منتخبي لوبډلې لوبغاړي وي .
تر لوبي وروسته پر اول ، دوهم او دريم مقامونو تحفې او پر ممتازو لوبغاړو سوغاتونه وويشل شوه .
كندهار د هيواد په سطحه په كركټ كې ځانګړى نوم لري او څو ځله يې  د ولايتونو تر منځ په سياليو كې لمړي مقامونه خپل كړي دي .