دیوهيرشوی حقداراستاد اروا ښاد بسم الله محشوریاد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52669
شا ه ولي آرین
دخبریدو نیټه : 2012-12-25

 
 ارواښاد استاد بسم الله محشوردافغانستان دسیاست ،فرهنګ اوعلمي ډګرهغه هیر شوی شخصیت دی،چې لکه ځینې نورفرهنګي ،سیاسي اوعلمي شخصیتونه،دده په حق کې هم دتیارواستازوله دښمنۍ ډک چلند کړی،ان تردې چې ژوند ته یې هم ورته دپای ټکی ایښی دی.دلته چې زه داستاد دژونداوشخصیت په باب څه لیکم،دا دده دکورنۍ په حواله اوزمادخپلو سترګولیدلي حال په ډول یې لیکم،داوس له پاره که وکولای شم دده دسیاسي اوعلمي شخصیت یواړخ هم رڼا کړم،دا به خپله نیکمرغي وګڼم،په راتلونکوکې که وتوانیدم چې کوم ځانګړی اثراویالیکلې اونشرشوې مقالې یې ترلاسه کړم،بیا به بحث او خبرې ورباندې وکړم.
 استادبسم الله محشور په ۱۳۳۱لمریزکال دلویې پکتیاد ځاځیوولسوالۍ دپټانوپه کلي کې زیږیدلی ،لومړنۍ زدکړې یې دهمدې کلي په لومړنۍ ښوونځی کې بشپړې کړی دي،دمنځنیوزدکړوله پاره یې کورنۍ کابل ته راکډه شوه او په۱۳۵۰کال کې دغازي دلیسې ددولسم  ټولګی تربشپړولو وروسته د لوړوزدکړو له پاره د کابل په پوهنتون کې شامل او په۱۳۵۵کال کې د همدی پوهنتون دکیمیا اوبیالوژی ددیپارتمنت نه دلوړونمروپه تر لاسه کولو سره دکابل پوهنتون دزراعت په پوهنځۍ کې دآستادپه توګه ومنل شو.
  څرنګه چې ارواښاد استاد محشوردعلمي،اخلاقي اوټولنیزو ارزښتونود معیارونو پر بنسټ د استادپه توګه دنده لرله په سلګونه شاګردان یې روزلی هیواد او ټولنی ته یې دخدمت دپاره چمتوکړي دي.
   کله چې د۱۳۵۸کال دمرغومی میاشتې دشپږمې نیټې یرغل دښکیلاک ګرشوروي اتحاد له خوازموږپه بی وزلي ولس اوګران هیواد افغانستان ترسره اوپه نتیجه کې پردي پالونکی اولاسپوڅی نظام دهیواد په خلکو وتپل شو،ارواښاد استاد محشورددغه ظالمانه یرغل او ګوډاګې نظام پرضد په همغه لومړنیوورځوکې، دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوندپه دننه کې، دملی مقاومت او اوصولی خوزښت، (جنبش اوصولی درحزب د .خ. ا)  په نامه غږراپورته کړ. چې ورسره ملګرویې ښاغلی عبدالکریم میثاق ،انجینرمحمد یونس فکور.   انجینر محمد مقیم،محمدغلام رحیمی،  محمد علی هوما اونوروددې سیاسی ،ملی مقاومت دپیاوړتیا او دګوند په دننه او باندی ولسونو  کې د پوهاوی په خاطردوه اعلامیی چې یوه یې د محمدعلی هوماله خوا اوبله یې دهمدی خوځښت له نامه خپری شوی چې د مزدور نظام او(ک ګ ب)له سخت غبرګون سره مخ شوې محمدعلی هوماونیول شواودڅرخی پله زندان لس کاله یې تیرکړل اوددی خوځښت نورغړی دمزدورنظام دسختوګواښونوسره مخامخ شول،اوپه رازرازدسیسواوتوطیوجیلونوته واستول شول اوځینی یې په عمدی ډول د هیواد سختوجنګی جبهوته ولیږل شول. باید وویل شې چې د یادودواړواعلامییواساسی کرښی دشوروی ښکیلاک ګریرغل سخته غندنه اوپرضد یې په ګوند کې دملی مقاومت جوړونه اوراپارونه،د مزدورنظام نه مشروعییت اوپرځای یې دیوملی دموکراتیک نظام غوښتنه  په ګوندکې دتشدد اوپردی پالونکی سیاست اوپالیسیوپرځای ،ملی اوهیوادنی سیاست غوره کول وول.
اروا ښاد استاد محشوردهمدی لاری اوپه هیواد او خلکو میین شخصییت چې دخپل ژوند ټولی خوږی او ترخی شیبی یې دهمدی ارمان دپوره کیدوپه لار کې تیرولی اووار واریې دمزدورنظام اود هیواد ددښمنانو دګواښونو سره سره د چا پروا نه کوله اولکه فولاد په خپل  کلک هوډ ولاړو،دهیوادد ځوان نسل په روزنه کې یې دملی اوهیوادنی روحیاتولرل، اوپرهمدی روحیه دهغوی تربیه کوول یې دخپلی دندی لومړیتوبونه ګڼل.
 استاد  به ویل:« کله چې زه تنکی ځوان وم له پلار سره دکابل نه دسالنګ له لاری مزارشریف ته دنوی کال میلی ته تلو یوچا دتونل په هکله په موټرکې خبری پیل کړی اودروسانوستاینه یې د تونل د جوړیدو له امله وکړه.دلته زما ترڅنګ یوبل کس چې انجینر یې ورته ویل ناست و،د واره یې غږکړکاکا دسروروسانوستاینه مه کوه،دا سره لکه ځناور دی،کتاب نه لری ،نه پردوستۍ پوهیږی او نه تری باید تمه وشې۰دغه خبره دکلونورادیخوا زما په ذهن کې ځای لره نوځکه دشورویانو پردوستۍ شکمن وم».
د ارواښاد استاد محشوردغه روسی(شوروی) ضد روحیه هغه مهال ماته بیخی جوته شوه، کله چې دټولو افغانانوملی سترمقاومت دښکیلاک ګرشوروی دسرولښکروغرورمات کړاوپه تیښته دخپل هیواد ستسنیدوته اړوتل ،هغه ورځ مې ښه په یاد دی چې په دریمو مکروریانوکې داستاد سره مخامخ شوم ،هغه دومره خوشال وچې په خپل زورنه پوهیده په غیږ کې یې داسی کلک نیولی وم چې ما سوچ کاوه پښتی یې راماتی کړی،رنګ یې لکه ګلاب سور و،او دکلونو راهیسی یې ما په شونډوکې هغه موسکا او په څهره کې یې هغه انځورلیده کله چې دی په پوهنتون کې محصل و.هو، واروار یې خندل اوویل یې ښکیلاکګره امپراطوری ماته شوه ،دافغان ولس ایله ول ګران کار دی.دهیواد په تاریخ کې دلته هر ښکیلاک ګر او نیواک ګرپه ګونډو شوی اوتیښتی ته اړشوی دی.اوس به نورزموږ هیوادوالود یرغل او ښګکیلاک نه ښه درس اخیستی وی.داهیواد دټولوهیوادوالوملی یووالی ته اړتیا لری.                    
   ارواښاد استاد په خپل زړه کې دویلو اوکولو ډېری خبری اوارمانونه لرل چې ډېری خبری یی په زړه کې ناویلی پاتی شوی ،اوهغه یې له ځان سره  تورو خاورو ته یوړې .
 ارواښاد استاد له ستونزوسره سره هلی ځلی وکړی ترڅو خپل ګران هیواد کې پاتی شې.خو دهیواد روانوستونزو بدلونونو،اوغمیزو تری نوری ټولی لاری چاری ډب کړی اودپردیسی کاروان خواته یې وهڅوه تر څو هیواد پریږدی ،خو استاد ددی مالی وس نه درلود چې دنړی هغو هیوادو ته ولاړ شې چې هلته هوسا ژوند وکړی،یواځی یې وس دا و چې پاکستان ته ولاړشې.
  استاد محشور،لکه د ځینو نورو سیاسي ،فرهنګي اومخوروشخصیتونو په شان، د تیارې د استازو له لوري ووژل شو.په هیواد مین استاد چې دلوی ارماني خوځښت غړی اوڅراغ و،مګربی وخته شهادت یې ټول ارمانونه نیمګړي پریښوول اوورسره یوځای یې دارمانونو اوهیلوپوره کونکی ۱۶کلن تنکې ځوی نوید، چې ده ورته دخپل مرګ وروسته ډېره تمه لرله، له ده سره  یوځای دهیواداو خلکوددښمنانو له خوا دپردیسۍ په ژوند کې د۱۳۷۵ لمریز کال دوږی دمیاشتی په شلمه نیټه دپښتونخوا په پاړه چنار کې په شهادت ورسیدل . ددواړو روح دې ښاد وی.