کندهار په فټبال کي د ولايتونو اتل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52885
د بينوا اداره
دخبریدو نیټه : 2013-01-10

د کندهار د اتفاق فټبال لوبډلي د هيواد د اتو فټبال لوبډلو ترمنځ د پيل سوي ټورنامينټ وروستۍ لوبه هم وګټل او په دې توګه سره يو نوى اتل ټيم نندارچيانو ته ور وپېژندل سو. ياد ټورنامينټ چي نژدې دوې اوونۍ وړاندي د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي پيل سوى وو پکښي د کندهار د دوو لوبډلو ترڅنګ د غزني، فراه، هلمند، بغلان، کندز او د پاکستان د چمن ښارګوټي لوبډلو برخه اخستې وه. د دې لوبو فاينل مسابقه تېره ورځ وسوه چي پکښي د کندهار د اتفاق لوبډله وتوانېده څو د ټورنامينټ تر ټولو سرسخت سيال او قوي ټيم فراه لوبډله څلور د دوه په مقابل کي له ماتي سره مخ کړي او د اتلولۍ جام واخلي. د يادي لوبي کتلو د کندهار ښار او بېلا بيلو ولسواليو څخه له ١٠ زرو څخه نندارچيان راغلي ول او په لوبغالي کي د ځاى د نه شتون له خاطره مينه وال د سټيډيوم شاوخوا د لوړ پوړيزو ودانيو پر بامونو د نندارې لپاره ناست ول. د کندهار د اتفاق لوبډلي تکړه ګول وهونکى محمد قاسم د لوبي غوره لوبغاړى وپېژندل سو او ترڅنګ يې ددې ډلي ځينو نورو ځوانو لوبغاړو ته هم د ټورنامينټ په اوږدو کي د ښې لوبي کولو په خاطر مډالونه او کپونه ورکول سول. د ټورنامينټ په پاى کي پر ټولو لوبغاړو او د هغوى پر اداري هيئت باندي هغه جايزې او تحايف چي د کندهار ولايت مقام ترڅنګ د ښاروالۍ رياست، د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې رياست او ملي سوداګرو لخوا چمتو سوي وې ووېشل سوې. د هغو ولايتونو لوبغاړو ته چي لوبي به يې نه درلودې او يا هم له ټورنامينټه وتلي ول د ټرانسپورټ رياست او د اطلاتو فرهنګ رياست د ګرځندوى آمريت په همکاري د کندهار د ټولو تاريخي اماکينو او ميله ځايونو منظرې هم ورکول سوې.