سعید اجمل د بگ بیش تجارتی لوبو کی د ګډون کولو څخه انکار وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52950
صداقت غورځنګ
دخبریدو نیټه : 2013-01-12

 

د پاکستان کرکټ ملی لوبډلی  سپينر بالرسعید اجمل ویلی چی دی به په اسټرالیا کی کیدونکی بگ بیش تجارتی لوبو کی نه لوبیږی

نوموړی رسنیو ته ویلی دی چی بیګ بیش لخوانه دده په لوبو کی د ګډون کولو بلنه ورکړی شویده خو ده یی بلنه رد کړیده او ویلی دی  چې  زه لومړی پاکستانی لوبو ته ترجیع ورکومه چی سویلی افریقا لوبډلی  سره یی لری نوموړی دا هم ویلی دی چی کومی پیسی چی دی ته د  پاکستان کرکټ بورډ لخوا  د انعام په توګه ورکړ شویدی  هغه پیسی به خپلی کرکټ اکاډمی ته ورکړی