د ايران او افغانستان د سپورتي همغږۍ کومېټه جوړېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53048
لودين : كندهار
دخبریدو نیټه : 2013-01-19

د اولمپيک د ملي کومېټې رييس جنرال محمد ظاهر اغبر، له يوه جګپوړي سپورتي پلاوي سره يوځای، ايران ته ځي.
د اولمپيک په ملي کومېټه کې د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې، افغان پلاوی به په دغه سفر کې، چې نن به پيل شي، د ايران هېواد د سپورت له وزير او د اولمپيک د ملي کومېټې له رييس سره، د افغان ورزشکارو کډوالو د ستونزو د هواري په موخه وګوري او خبرې اترې به ورسره وکړي.
دغه راز به دغه پلاوی په دغه هېواد کې د خپل درې ورځني سفر په اوږدو کې، په تهران، قم او مشهد ښارونو کې، له افغان ورزشکارو کډوالو سره وګوري.
ويل کېږي، چې د دغه سفر يوه موخه په ايران کې د افغان ګډوالو ورزشکارانو د ستونزو د هواري او د هېواد په ملي لوبډلو کې، له غوره وړتياوو څخه استفاده کولو په موخه، د سپورتي همغږۍ د کومېټې جوړول دي.
هېره دې نه وي، چې د اولمپيک ملي کومېټه په پام کې لري، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د ورزشي همغږۍ د کومېټو په جوړولو سره، د سپورتي لوبغاړو له ستونزو ځان خبر او د حل لارې چارې ورته ولټوي.
دغه کومېټې تر دې مخکې په اروپا، روسيه، امريکا او پاکستان کې جوړې شوې دي.