دموقوفي نکاح له ردڅخه ثلاثاطلاق:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53571
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-02-15


فتوي نمبر(۶۸۲)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي:نجیب ....
زماپوښټنه داده چي يوفضولي سړي چي ديوې ښځي نکاح له يوچاسره وکړي اوهغه سړي ته خبر ورسيږي اوهغه سړي دغه نکاح ردکړي اوله ردولو وروسته ووايي چي دغه ښځه په درې طلاقه پرماطلاقه ده بيا بیرته دغه ښځه په نکاح کړي  نوايا دغه نکاح صحيح ده ؟

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره! ددغه سړي نکاح صحيح ده ، اوکوم طلاقونه چي دي اچولي دي هغه نه واقع کيږي.؛ځکه دغه سړي چي کله نکاح رد کړه نودغه نکاح داسي سوه لکه نه چي وه ،  اوکوم طلاق چي ده ورکړهغه يې وپره دئ ښځي ته ورکړ اووپره دئ ښځي ته طلاق ورکول صحت نلري .
ردالمحتار/ج۲/ص۳۲۶].

والسلام ومن الله التوفيق.