په طبابت کي اطفال - يا د کوچنيانو ډاکتر ي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53580
ډاکټر بشیراحمد
دخبریدو نیټه : 2013-02-15

ا‌طفال د طبابت د علم د داسي يو شعبي څخه عبارت دي کوم چي د ماشومانو د طبي ساتني سره سراوکار لري او هغه څوک چي په دي برخه کي تخصص يا نوري لوړي زده کړي کوي د اطفالو د متخصص يا د کوچنيانو د ډاکتر پنوم نومول کيږي .چي په انګليسي ژبه ورته (پيډياټريکس )ورته وايي .نوموړي لغاط (Pediatrics,Paediatrics ) د يو ناني  کلمي نه اخيستل شوي  چي ( Pias ) معني کوچني او ( iatros ) جوړوونکي يا تداوي کوونکي په معني دي.
ماشوم چاته ويل کيږي ؟
ماشوم د ژوند د دورو له لحاظه په مختلفو دورو کي  رالوييږي چي په لاندي ډول يي بيانوو :
نوزاد ماشوم ( نوي زيږيدلي ماشوم ) : د پيدايښت څخه بيا تر ٢٨ ورځو پوري وخت په بر کي نيسي .او بيا د ٢٩ ورځي څخه تر يو کال پوري د ( Post natal period) يا د زيږيدني څخه وروسته مرحلي  پنوم ياديږي .
Toddler’s period: د يو کلني څخه دري کلني پوري عمرپه برکي نيسي .په نوموړي دوره کي ددماغ نموډيره سريع ( تيزه) وي.
د مکتب نه مخکي دوره : د ٤ کلني نه تر ٦ الي ٧ کلني پوري دوره ده .په دي دوره کي ماشوم  د زده کړي سره ډيره ليوالتيا لري .
د مکتب  دوره : د ٦ الي ٧ کلني نه بيا تر ١٢ کلني پوري دوره ده .
د بلوغيت دوره : هلکان د ١٢يا١٣څخه تر ١٨ يا ٢٠ کلني پوري ځواني مرحلي ته رسيږي .او انجوني د ١١يا١٢څخه تر ١٧ يا ١٨ کلني پوري د ځواني مرحلي ته رسيږي .
بايد ووايو چي د زيږيدني نه تر ځواني تر مرحلي پوري نوموړي کوچنيان بايد د کوچنيانو په روغتون يا وارډ کي تر تداوي لاندي ونيول شي .
 
نور بيا ....................................