تازه خبر: افغانستان له سکاټليند څخه د کرکت لوبه وګټل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53916
لودين
دخبریدو نیټه : 2013-03-06

د افغانستان او سکاټلينډ تر منځ د کرکټ نننۍ لوبه افغانستان وګټل . لمړى سکاټلينډ لوبه وکړه او په ډيره سختي سره يې افغانستان ته دوه سوه منډي هدف وټاکه . افغانستان په پوره زړه ورتيا سره لوبه وکړه او په ډيره اساني سره يې د سکاټلينډ هدف پوره کړ . افغانستان د دريو لوبغاړو په سوځيدو سره د اووه ويکټو په توپير لوبه وګټل او په ٣٤ اوره کې يې دوه سوه او درې منډي جوړي کړي . دا د افغانستان دريمه لوبه وه چې د سکاټلينډ څخه يې ګټي او راتلونکي جمعه افغانستان او سکاټلينډ بله لوبه کوي . په دې لوبه کې د افغانستان د کرکټ لوبي کفتان نوروز منلګل ډير ښه وځليدى .