کندهار د ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د فوټبال سياليو کوربه دى .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54033

دخبریدو نیټه : 2013-03-13

کندهار د ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د فوټبال سياليو کوربه دى . په کندهار کې د هيواد د اتو زونونو د غوره فوټبال لوبډلو تر منځ د هيواد د ملي لوبډلې د ټاکلو په موخه د فوټبال سيالۍ پيل شوې د کندهار د ورزشي امريت چارواکي وايې چې د دې سياليو غوره لوبډله به په راتلونکي کې د اسيا او نړۍ په کچه لوبي کوي . داسيالۍ چې تېره ورځ ناوخته د کندهار په کوربه توب پيل شوې ورڅخه موخه د هيواد د ملي لوبډلې ټاکل دي . په سياليو کې د هيواد د اتو زونونو غوره لوبډلې ګډون لري . د کندهار د بدني روزني امر محمدالله ګلالى وايې چې د فوټبال دا سيالۍ به پوره ديارلس ورځي دوام ولري او پر مهال به يې غوره لوبغاړي او غوره لوبډله وټاکل شي . د ګلالي په وينا چې له غورو لوبغاړو څخه جوړيدونکي لوبډله به ملي وي او د اسيا او نړۍ په سطحه به لوبي کوي . د سياليو د څارني دپاره د مرکز کابل څخه هم پلاوى راغلى دى څو دلته د دې پروسې څخه نظارت وکړي . د سياليو د پيل په لمړۍ ورځ هلمند څلور د صفر په وړاندي پنجشير په ګونډو کړ او جوزجان له کابل سره مساوي پاتي شو .