دمــــــــــور اوپـــــــــلار حـــــــــقوق:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54080
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-15



فتوي نمبر(۶۹۳)



مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي: نيک محمد :له پکتيا څخه .
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته مولاناابوالفضل صاحب ځماپوښتنه دوالدينودحقوقو په باره کی ده که دموراودپلارپرحقوقوباندي يوڅه رڼاراته واچوۍ ډېره مهرباني به مو وي ،

الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
محترمه وروره پلاراومور ډېر حقونه لري  :
 (۱)  اول حق دپلار اود موردادي کچيري پلار اومور محتاج وه ستاوه خوراکي شيانوته نوته به د دوي خوراکی شيان ورپوره کوې که ستاقدرت وو   .
(۲)   دوهم حق دپلار اودمور داده که دوۍ محتاج وه وکالوته ستا نودوۍ ته به کالي ورکوې که ستا قدرت وو.
   (۳)   دريم حق دوالدينو داده کچيري د وۍ محتاج وه ستا وخدمت ته نوته به د دوۍ خدمت کوې   .
(۴)    څلرم حق دوالدينو داده که پلاراومور تاته نعره دروکړه نوته بايد دوۍ ته حاضر سې او ورته و وایې چي کوم امر اوخدمت اجراکړم   .
 (۵)   پنځم حق دوالدينو داده چي که موراوپلار تاامرکړي پريو کارياپريو شي اطاعت د دوۍ پرتالازم ده په جائزاورواکارياشي کښي    .
(۶)    شپږم حق دپلار اودمور داده چي په وخت کښي دتګ لپاره دتجارت بې له اجازې دوالدينو به ته له کوره نه وزې . .
(۷) حق يې داده چي  په وخت کښی داداکېدو دفرضي حج کچيري مورياپلار وخدمت ته ستا محتاج وه نوته به دمور اودپلار خدمت کوې اوحج به ځنډه وې اوکچيري والدين و خدمت ستا ته محتاج نه وه نوبياته خپل فرضي حج اداکړه
اوکچيري لار خطرناکه وه نوبيا به بې له اجازې دوالدينو له کوره نه وزې که پلار اومور وخدمت ته احتياج لري اوکه يې نه لري .اوهرسفرقياسيږي پرسفردحج (.قاضی خان ).

(۸)اتم حق يې داده چي له  له والدينوسره به  خبري په نر مي کوې او والدينو  لره به په نامه اوازاونعره نه ورکوې او په وخت کښي دملګري به دمور اوپلار ترشاتګ کوې
.(۹)نهم حق يې داده چي کوم شۍ چي په حق کښي دځان خوښه وې هغه شئ به په حق کښي دپلار اودمورهم خوښوې  .
 اوهغه شئ چي په حق کښي دځان ناخوښه بولې هغه شئ به په حق کښي دموراودپلارهم ناخوښه بولې . 
 اوهر وخت چي دعا دمغفرت وځان ته کوې نودغه ډول به دعا دمغفرت په حق کښي دوالدينو هم کوې .
اوپه يوه روايت کښي له اصحابو رضي الله عنهم څخه راغلي دي چي ترک د دعاپه حق کښي دوالدينو سبب دتنګۍ دګذارې ګرځي  .  که چيري له يوه سړي څخه مور اوپلار ناراضه وه او په حال د ناراضئ کښي مړه سول طريقه درضامندۍ پس له مرګه د دوۍ داسی ده  ، چي دغه سړۍ به وروسته له مرګه د دوۍ توبه له ټولو ګناهو څخه کاږي او دځان اصلاح به کوي اوله قريبانو او اشنايانو دوالدينو سره به نيکي او احسان کوي او لپاره دوالدينو به خيراتونه او دعاګاني کوي .

يوه سړي له بنی سلمه ومبارک عليه الصلوةوالسلام ته و ويل ، زما مور اوپلار مړه دي ايا ځما پرذمه باندي يوشی پاته دۍ په باره کښی داحسان له دوئ سره ؟    مبارک عليه الصلوةوالسلام و ويل هو احسان کول له دوۍ سره ستا پرذمه پاته دي . هغه دادي چي دعا دمغفرت به والدينو لره کوې .او اجراءکول دوصيت د دوئ دي .اوعزت ورکول دي واشنايانوته د دوئ او وصله حمي کول دي له قريبانو سره د دوۍ يعني دوالدينو .والسلام [ص۱۳۰۷وص۱۳۰۸ج۲بريقه شرح دطريقه محمديه ].  

 ,والسلام ومن الله التوفيق.