دعزت الله دپوښتني جواب:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54081
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-15


فتوي نمبر(۶۹۴)
مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي :   عزت الله جلال اباد .اوملګری له پکتيا..

سلامونه وړاندي کوم وعاليقدر مولناابوالفضل محمدمعين الدين صاحب ته اودبېنواوټولوکارکوونکو ته.
 وروسته له سلامه مولنا صاحب مخکي زموږ ملګری يوه پوښتنه کړې وه ، اوس زه هم په هغه بابت پوښتنه کوم : زماپوښتنه داسی ده چي که چيري يوې پيغلی ښځی يعني بې مېړه ښځی غيبی شيدې وکړې او دې دغه شيدې ويو کوچني ته ورکړې نوپه دغه شيدو ورکولو سره حرمت درضاع د دغه کوچنی اود دغه ښځی په منځ کښی موجوديږي اوکه نه .اوکه دغه ښځي وروسته تر دغه شيدو ورکولو مېړه وکئ نودغه مېړه د دغه کوچنی رضعی پلار بلل کيږي اوکه نه  ؟
 
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:

محترم مستفتی صاحب که چيري يوې پيغلي بې مېړه ښځی غيبي شيدې وکړې اوبيا دې دغه شيدې ويو کوچني ته ورکړې نو دغه کوچنۍ د دغی ښځي اولادبلل کيږي ،  اوحکمونه دشيدو خوړلو د دغه کوچنی او د دغه ښځي په منځ کښي جاري کيږي ، اودغه کوچني لره رضعي پلار نسته  ، اوکه دغه ښځي وروسته تردغه مېړه وکړ ، دغه مېړه ددغه ښځي رضعي پلار نه بلل کيږي . 
[قاضی خان پرشاوخوادعالمګيري ص۴۱۷ج۱ص۳۴۴ج۱عالمګيري]..
والسلام