په لمانځه کي درې واره دلاس پورته کول :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54313
دارالافتآءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-03-29


فتوي نمبر(۷۰۶)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
مستفتي : عبدالسلام .

سلامونه اونيکي هيلي دبينوا وټولو کارکوونکو او ومولوي محمدمعين الدين ابوالفضل صاحب ته وړاندي کوم .
له مفتي صاحب څخه ځماپوښتنه داده چي که يوه سړي په لمانځه کښي يو وار يادوه واره يادرې واره لاس پورته کړئ اويو ځائ يې وه ګروئ لمونځ يې فاسديږي ؟

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
الجواب ومنه الصواب
که يوچا په لمانځه کي په يوه قيامه کي   يعني په يوه ولاړه کي ، ياپه يوه رکوع کي ،ياپه يوه سجده کي درې واره متصل ځان و ګراوه هروار ده لاس پورته کړۍ لمونځ يې فاسد سو . والسلام [ص۱۰۴ج۱عالمګيري ]