د زمزمې زمزمې چاپ شوې!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54321

دخبریدو نیټه : 2013-03-29


خوښ يو چې د پښتو ادب په ډګر کې د شعر د لارې همغږې او ملګرې دمحبت مجلې  هميشنۍ همکارې او دميرمن بهير په غېږ کې روزل شوې،د ميوند د اتلې ملالۍ پر پله روانې او د نازو انا د پښتونولۍ  فکر د ډيوې وړونکې زمزمې نيازۍ نوې شعري ټولګه( نه به هغه په دې لار راشي،نه هغه وختونه) له چاپه راو وته محبت خېل دې قدرمنې اغلې او د دې د هنر مينه والو ته د زړه له تله مبارکي وايي او له لايزال خدای ج څخه د ژوند په ټولوچارو کې د برياليتوب او د هر ډول ستونزو څخه ورته د خلاصون دعا ګانې کوي.
د دې ټولګې په زياتونې سره به پښتو ادب نورهم غني او شتمن شي، په دې سره به نورې ميرمنې هم له يوې خوا خپل احساسات د هنر په جامه کې را ونغاړي او له بلې خوا به د هغو مستعارو نومونو لپاره د پلک ګذار وي چې په ټولنيزو،برېښنايي او چاپي خپرونو کې شعرونه خپروي.
د پښتو ادب د لا غوړيدا په هيله
د محبت مجلې اداره