«دسولې ژورنالیزم» کتاب خپورشو!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54442

دخبریدو نیټه : 2013-04-06

 

دسولې ژونالیزم په نامه کتاب ، چې مسعود مومن په دري ژبه لیکلی، دکابل او ننګرهارپوهنتونونواستاد محمد داود وفا په پښتو ژباړلی.او میدیوتیک افغانستان کابل په زرو ټوکو کې تېره میاشت خپور کړی دی.

په دغه کتاب کې دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو او ټولنو کې دسولې درامنځته کېدو اودجګړې دمخنیوي په مسلو بحثونه او عملي بیلګه ییز ریپورټونه راغلي دي.

ننګرهار رسنیز کور ویاړي، چې دسولې درامنځته کېدو په دغه حساس پړاو کې یو بل ګام هم  مخ پروړاندې  اوچتوي او افغان ځوانانو ته دژورنالیزم یو بل نوی څپرکی ، سوله ییز ژورنالیزم ورپېژني. داکتاب تدریسي او څېړنیز ارزښتونه لري.

په درنښت

ننګرهار رسنیز کور