که امام التحيات پوره کړي اومقتدي نه وي پوره کړئ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54626
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-17

. فتوي نمبر(۷۰۶) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي :عبدالقدوس _ سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم دبينوا وټولومحترمو کارکوونکو اومحترم علامه ابوالفضل صاحب ته ځماپوښتنه داده چي که په لمانځه کي دجماعت امام په اوله ناسته کي التحيات پوره کړه ولاړسو ودريم رکعت ته اومقتدي التحيات نه وه پوره کړې نومقتدي به څه چم کوي ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم محترمه که امام اوله ناسته وکړه دريم رکعت ته ولاړسو اومقتدي التحيات نه وه پوره کړې نومقتدي دي التحيات پوره کړي بيادي ولاړسي اوکه چيري ده التحيات پوره نکړ ولاړسو ودريم رکعت ته نوهم صحت لري والسلام [ص۴۲۱ج۱فتح القدير]. والسلام ومن الله التوفيق.