که امام په وتروکښي دعاقنوت نه ووايي نو...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54627
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-17

فتوي نمبر(۷۰۷) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي:زين الله له خوست څخه . السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته دبینوا دادارې اودهیواددیوازني افتخاري عالم له خدمتونوڅخه یوجهان مننه کووځماپوښتنه له عاليقدرديني عالم مولوي ابوالفضل صاحب څخه داده چي کچيري امام په وتروکي دعاءقنوت نه و وايه نو مقتدي به يې وايي اوکه بې پرېږدي ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم کچيري امام په وترو کي دعاء قنوت نه و ويله نو که مقتدي ته امکان د دې وو چي که دۍ دعاءقنوت و وايي دامام سره رکوع نيولاۍ سي نودۍ دي دعاءقنوت په حال کي دولاړي و وايي بيادي د امام سره رکوع ونيسي اوکچيري مقتدي ته امکان درکوع نيولو نه وو نوبيا دي دعاءقنوت پريږدي اومتابعت دي دامام کوي ، والسلام [ص۴۲۱ج۱فتح القدير ]