که امام پنځم رکعت ته ولاړسي نومقتديان به څه کوي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54628
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-17

فتوي نمبر(۷۰۸) مفتي : مستفتي:ذبيح الله : سلامونه اونيکي هيلي وټولوکارکوونکوته دبينوا اومحترم شيخ الاسلام حضرت مولناابوالفضل صاحب ته وړاندي کوم خداۍ پاک دي په دنيا اواخرت کي اجرونه درکړي بعدله سلامه مولوي صاحب ځما پوښتنه داده چي که امام اخيري ناسته پوره کړه ولاړسو وپنځم رکعت ته نومقتديان به ولاړیږی اوکه یا ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم کچيري امام اخيري ناسته کړېوه او ولاړسو وپنځم رکعت ته نومقتدي دي نه ولاړيږي په حال کي دناستي دي انتظاروامام ته وکړي که امام دمخه ترسجدې دپنځم رکعت بيرته کښېنستۍ دوهم وار دي التحيات نه وايي اومقتديان دي يو ځاۍ له امام سره سلام وګرځوي او که امام دپنځم رکعت سجدې ته ولاړۍ نومقتديان دي سلام وګرځوي بېله سلام ګرځولو دامامه والسلام ،[ص۴۵۲ج۱ردالمحتار]