که مقتدي له امام سره په دريم رکعت سلام وګرځوي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54629
داراففتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-04-17

فتوي نمبر(۷۰۹) مفتي : : مستفتي :نيک محمد . سلامونه اونيکي هيلي دبينوا وټولو کارکوونکوته اومولوي صاحب ته وړاندي کوم وروسته له سلامه ځما پوښتنه داده چي که له يومقتدي څخه يورکعت يادوه رکعته دجماعت تیرسوي وه اوده له امام سره يا وروسته ترامام په خطا سره سلام وګرځوئ نوپرده سجده سهو سته او که نسته ؟ الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم کچيري له يو سړي څخه يو يا دوه يادرې ياڅلوررکعتونه دجماعت تېرسوي وه او ده په سهوه سره سلام وګرځاوه دمخه ترسلام دامام يامتصل دسلام سره دامام پدغه صورت کي سجده سهوه پرده نسته اوکه ده سهواًسلام وګرځاوه وروسته ترسلامه دامام نوپردغه سړي باندي سجده سهوه سته ، والسلام [ص۹۱ج۱عالمګيري]