پنځه شپېتو تنو (۶۵) حافظانو ته پگړۍ ور وتړل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54697
عبدالجبار بهیر
دخبریدو نیټه : 2013-04-21


نن د روان ۱۳۹۲هـ ل کال د غويي (ثور) د میاشتې لومړۍ، چې د ۲۰۱۳ز کال د اپریل له 21مې نېټې سره برابره ده، د قرآن کریم د حفظ د افغاني خیریه ټولنې (AWSTQ) لخوا پنځه شپېتو (۶۵) تنو حافظانو او حافظاتو ته د دې ټولنې لخوا د شپږم دور د پگړۍ تړلو په لمانځغونډه کې پگړې ور وتړل شوې.
په دې غونډه کې د نوموړې ټولنې د رهبري پلاوي سربېره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لوړ پوړي چارواکي، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال ښاغلي دوکتور محمد شفیق صمیم، د ولسي جرگې لومړي مرستیال ښاغلي میرویس یاسیني، د مشرانو جرگې د فرهنگي، ديني او لوړو زده کړو د کمېسون مشر ښاغلي مولوي محمود دانشجو، په کابل کې د الازهر د پوهنتون د پلاوي او ازهري انسټېټیوټ مشر ښاغلي شیخ نصر الدین احمد شعبان، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ښاغلي مولوي وکیل احمد متوکل سربېره، یو شمېر علماوو، پوهانو، مخه ورو، حکومتي چارواکو او د ښوونیزو چارو اړوندو مؤسسو استازو او فعالینو برخه اخیسته وه.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل، وروپسې پرانیستونکې وینا د ټولنې مشر ښاغلي مولوي عبدالقدوس مظهري وړاندې کړه. د چارواکو او مسؤولینو له ویناوو وروسته د پگړۍ تړلو مراسم پیل او په حافظانو د فراغت د سندونو تر څنگ ډالې هم ووېشل شوې.
د قرآن کریم د حفظ د افغاني خیریه ټولنه (AWSTQ)، یوه ناگتندویه ښوونیزه مؤسسه ده، چې د اقتصاد له وزارت سره د یوې نادولتي مؤسسې په بڼه ثبت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره د شوي تړون له مخې د تېرو لسو (۱۰) کلونو راپدېخوا د قرآن کریم د ښوونې، تجوید او حفظ په برخه کې هېوادوالو ته اړین خدمتونه وړاندې کوي.
د یادولو وړ ده، چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره نوموړې ټولنې د قرآن کریم د ښوونې او تعلیم په موخه د نوراني قاعدې د نوي میتود او طرق تدریس په برخه کې د قرآن کریم د ښوونې او حفظ ښوونکو ته لنډ مهاله او میاشتني کورسونو لړۍ پیل کړې ده، چې په همدې غونډه کې يې د دویمې دورې شپاړسو (۱۶) تنو فارغ شوو استاذانو او قاریانو ته د دې مسلکی او تخصصي روزنې سندونه ورکړل شول.
تر دې مهال نوموړې ټولنې څه له پاڅه شپږ سوه (۶۰۰) تنه هلکان او نجونې حافظان او حافظانې فارغ کړي دي، چې د کندهار، هرات، ننگرهار او کندز ولایتو سربېره دا دی په کابل کې د دریم ځل لپاره د شپږمې دورې د فراغت لمانځغونډه د ډېرو شاندارو مراسم په ترڅ کې تر سره شوه. اوسمهال نوموړې مؤسسه څه له پاڅه اته سوه (۸۰۰) تنه هلکان او نجونې زده کوونکي لري.