د کرکټ په اړه خپل وړاندیزونه او نیوکي موږ ته راولیږی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54769
فریدهوتک
دخبریدو نیټه : 2013-04-25

د رسنیو درنو همکارانو او د کرکټ مینه والو ته په اطلاع رسول کیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کرکټ درنو مینه والو او د پلانونو پرمختیا په موخه د شکایتونو او وړاندیزونو تر لاسه کولو لپاره یو برېښنالیک فعال کړی دی.
ټول هیوادوال کولای شي د کرکټ او کرکټ بورډ په هکله خپل وړاندیزونه، شننې، نیوکې او شکایتونه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته راولیږدوي. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریاست به د درنو هیوادوالو له لوري ترلاسه شوي هر ډول وړاندیزونه او شکایتونه د اوونۍ په ترڅ کې ارزوي او د حل لپاره به اړینې لارې چارې ورته لټوي.
بریښنا لیک: shekayat.peshnehadat@afghancricket.af