افغانستان د کرکټ نولس کلنو سعودي عربستان ته په لسو ویکټو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54902

دخبریدو نیټه : 2013-05-03

 د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو لږ عمره لوبغاړو نن سعودي عربستان ته په لس ويکټو ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د ماليزيا په مرکز کوالالامپور کې وشوه؛ لومړی بيټينګ د سعودي لوبغاړو وکړ چې؛ په ټاکلي پنځوسو اورونو کې يې د نهه لوبغاړو په سوځېدو يوسل او شپږ شپيته منډې جوړې کړې.
د دې په ځواب کې افغان لوبغاړو په دوه ديرشم اوور کې يوسل او اويا منډې وکړې او يو لوبغاړي يې هم ونه سوځيده.
د افغانستان په باولرانو کې "مسلم موسی" د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول او د "ضيا الرحمان اکبر" باولنګ د افغان ډلې لپاره ډير اغيزمن و، ده د سعودي درې لوبغاړې اوټ کړل او په لس اورونو کې يې يوازې شپاړس منډې ورکړې.