دلمانځه اسانه نيت:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55102

دخبریدو نیټه : 2013-05-15

دلمانځه اسانه نيت: فتوي نمبر(۷۲۳) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي:شريف الله لندن . سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم دبينوا وټولومحترمو کار کوونکواو ومحترم مولانامحمدمعين الدين ابوالفضل صاحب دامت برکاته ته . بعدله سلامه مولوي صاحب په امام پسي دلمانځه نيت داسي په اسانه ډول که راته بيان کړئ ډېره مهرباني به مو وي ؟ الجواب و منه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم. محترمه اسانه نيت دمقتدي په امام پسي داډول دۍ : (شَرَعْتُ فِيْ صَلاَةِ الْامَامِ وَاقْتَدَيْتُ بِهِ ). ترجمه : شروع مي وکړه په لمانځه کي د دغه حاضرامام اواقتدا مي کړېوه په ده پسي .والسلام [فتح القدير ج۱ص۲۳۴.ردالمحتاربيروتی طبع ج۱ص۲۸۲.کبيري ص۲۵۱ص۲۵۲خلاصة الفتاوی ج۱ص۸۰ ]