که امام دماپشين سنت نه وي کړي نوجماعت کولائ سي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55103

دخبریدو نیټه : 2013-05-15

که امام دماپشين سنت نه وي کړي نوجماعت کولائ سي؟ (۷۲۴) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي: عبدالله سعودي عرب . سلامونه اونيکي ومنئ . بعد له سلامه ځماپوښتنه له شيخ الزمان مولاناابوالفضل صاحب څخه داده چي که امام څلوررکعته سنت دماپښين نه وکړه نو امامت د ده پدغه فرضو کي صحيح کيږي اوکه نه ؟ الجواب و منه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم. محترمه وروره کچيري امام څلور رکعته سنت دماپښين ونکړي نوامامت د ده په حق کي د دغوفرضودماپښين صحيح کيږي . دليل يې داقول دبي بي عائشې رضي الله عنها دۍ چي مبارک عليه السلام که به چيري څلور رکعته سنت دماپښين دفرضودمخه نه وکړه نو بيابه ده مبارک له فرضوڅخه وروسته کول .والسلام [ترمذي ج۱ص۵۷ ]