دمسخروپه حال کښي طلاق واقع کيږي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55106
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-05-15

دمسخروپه حال کښي طلاق واقع کيږي: (۷۲۷): مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.. مستفتي:نعمت الله لاهور سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم دبينوا وټومحترمو کارکوونکواوشيخ الاسلام علامه ابوالفضل صاحب ته په دې هيله چي دصحت اوعافيت لباس مو په تن وي. بعدله سلامه ځما پوښتنه داده چي که يوسړئ په مسخروکي خپلي ښځي ته و وايي چي ته پر ما طلاقه يې نوداښځه پرداسړي طلاقيږي اوکه نه ؟ الجواب و منه الصواب.. نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.. .طلاق دمسخره کوونکي واقع کيږي که يو سړۍ پرطريقه دبې باکۍ ياپرطريقه دبازيو اومسسخروخپلي ماينې ته و وايي چي ته پرماطلاقه يې ليکن په زړه کي يې طلاقېدل دخپلي ماينې نه وی دغه ښځه دده طلاقه سوه . والسلام ..[ص۳۵۳ج۱ردالمحتارص۴۲۳ج۲]