له پکتيکا نه (رښتيا) مهالنۍ له چاپه راووته!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55165

دخبریدو نیټه : 2013-05-19

 

دغه مجله چې مسووليت يې د دادمحمدناوک پرغاړه دى، په ٣٢مخونو کې په (بک پيپر) کاغذکې له اوولس سرليکونوسره چاپ شوه.

په (رښتيا) کې ادبي او سياسي ليکنې راغلې دي، البته له سياست نه د (رښتيا) د ادارې مفهوم اسلام او اسلامي ټولنيزې ليکنې دي، د دې مجلې ډېره برخه فکري ليکنو ته ځانګړې شوې ده، چې نږدې ټول مسايل پکې رانغاړل شوي دي.

د (رښتيا) په دې لومړۍ ګڼه کې له ځوان کيسه ليکوال نصير احمد احمدي سره پر مرکې سربېره په (١٩٧٥ز) کې له علامه مودودي سره د بې بې سي پښتو شوي مرکه هم لوستلى شئ،د ځينو نورو ليکوالو ليکنې هم پکې شته:

اسدالله غضنفر، اجمل ښکلى، نجيب منلى، ذبيح الله ښاد، خيبرکليوال، ارشادرغاند،عبدالرحيم ثاقب، محمد شفيق صادق، نقيب احمد عزيزي او ...

که يې په اړوند نظرونه، نيوکې يا هم مشورې لرئ، نو په لاندې اړيکو مو په تمه يو:

dadnawa@gmail.com

0799104496