زابل، دکتاب لوستلو اونۍ وروستۍ ورځ د زندان دتورو دروازو ترشاولمانځل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55229
مقیم افغان
دخبریدو نیټه : 2013-05-22


دکتاب لوستلو اونۍ لمانځنه دزابل په مرکزي زندان کې داطلاعاتواوفرهنګ رياست لخوا دکتابونو په نندارې سره پاي ته ورسېده.                                                                                       
داچې دغويي دمياشتې وروستۍ اونۍ دکتاب لوستلو په نوم نومول شوې او دهېواد په بېلا بيلو برخو کې لمانځنه ځني کېږي، په زابل کې هم دا اونۍ دلمړي ځل لپاره په خورا شانداره ډول ولمانځل شوه. داطلاعاتواوفرهنګ رياست په نوښت دکتاب لوستلو د اونۍ لمانځنه د يوه ځانګړي بروشر په خپرولو سره پيل شوه او په لړ کې يې سلګونو ځوانانو، دښوونځيو او نيمه لوړو زده کړو دمرکزو زده کوونکو او دکتاب مينه والو دزابل له کتابتون نه ليدنه وکړه او نن د سي شنبې په ورځ دزابل په مرکزي زندان کې زندانيانو ته دلوست او مطالعې دزمينې په برابرولو سره پاي ته ورسېده. په هغه مراسمو کې چې دکتاب لوستلو داونۍ دلمانځلو په وروستۍ ورځ دزابل په زندان کې په لاره اچول شوي وو، دزابل داطلاعاتواوفرهنګ ريېس عبدالمقيم افغان زندان داصلاح ځاي او کتاب او مطالعه يې د اصلاح لامل وبلل، ده همدا ډول زياته کړه چې دزابل دخلکو په مرسته يې زندانيانو ته سلګونه ټوکه کتابونه راغونډ کړي او ډېر ژر به له امنيې قومانداني سره په همغږي دزابل په زندان کې دکتابتون يوه څانګه پرانيزي. دهېواد په کچه وتلي ليکوال او شاعر هارون حکيمي چې په مراسمو کې يې برخه لرله داطلاعاتواوفرهنګ رياست ددې نوښت دستايلو ترڅنګ وويل چې د نړۍ دسترو پوهانو افکار په زندانونو کې را پنځول شويدي ، نو زندانيان بايد دخپل وخت دسالم تيرولو او معلوماتو د کچې دپراخولو لپاره مطالعه او لوست وکړي.  دمراسمو په پاي کې يوتن زنداني روح الله دنورو په استازيتوب داطلاعاتواوفرهنګ رياست له دې ګام نه ډېره خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه چې دوي ته بايد دلوست زمينه برابره شي.