د شیر شاه سوري څو قصې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55230
نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2013-05-22


د  شیرشاه  او  د  بهلول  خبري  اورم        چی  په  هند  کی  پښتانه  وو  پاچهان
شپږ  اووه  پیړۍ  یې  هسی  پاچاهی  وه          چی په دوی پوری درست خلک وو حیران
( خوشحال خان خټک )

[ یادوَنه : نن د لوی واکمن شیر شاه سوری د مړینی ۴۶۸مه کالیزه ده ، او په همدې مناسبت د دغه مدبر افغان د لیاقت ، صداقت او افغانیت څو بیلګې وړاندی کوم . ( ن . صمد ) ]
 
لکه د خوشحال بابا د پورتني بیت څخه چی ښکاری ، پښتانه په هند کی څو پیړۍ اوسیدلي او پاچاهۍ یې کړي دي ، که هغه غوریان وو یا خلجیان او که لودیان وو یا سوریان . په شپاړسمه پیړۍ کی چی کله د ډیلی سلطنت سلطان بهلول لودی ته په لاس ورغی ، نو د نورو سیمه ییزو واکمانو د کینې او جګړې سره مخامخ سو .
د جونپور واکمني د محمود په اختیار کی وه ، د مالوه په سیمه کی محمود خلجی واکمن و ، په ګجرات کی د قطب الدین واکمنی وه ، په دکن کی د علاالدین احمد شاه واک چلېدﺉ ، په کشمیر کی هم زین العابدین واکمن و ، په بنګال کی ناصرالدین محمود ، په تهته ( سِند ) کی جام سنجر او په مُلتان کی هم شیخ یوسف واکمني کوله .
خو دا چی د ډیلی واکمن سلطان بهلول لودی و ، نو دغو ټولو د هغه سره د ډغرو او مقابلې جرأت نه درلود ، لاکن بیا هم هغوی  د ده په وړاندی یو ضمنی تهدید او آینده چلنج ګڼل کېدﺉ . لکه څنګه چی یو ځل د ده په غیاب کی ( چی مُلتان ته د شیخ یوسف د مرستی لپاره ورغلی و ) د جونپور مشر سلطان محمود ډیلیً کلابند کړ . په نتیجه کی سلطان بهلول د خپل دولت غټان او مشران د سلا مشورې لپاره را وغوښتل او هغوی هم د راتلونکي بېغمۍ په خاطر مشوره ورکړه چی لوی واکمن دې په روه ( پښتونخوا ) کی د هر ټبر مشرانو ته فرمانونه ولیږی او ګڼ شمیر پښتانه دې په هند کی د استوګنی او زیاتو جاګیرونو ( جایدادونو ) او نورو امتیازاتو لپاره راوبولی تر څو د لوی واکمن په پلوۍ خدمت وکړي او دلته د پښتنو واک هم ډاډمن او تلپاته سی .
دغه مشوره د سلطان بهلول خوښه سوه او د پښتنو د هر قوم سردار ته یې فرمان ولیږﺉ . « د دغو فرمانونو په رسېدو سره د روه پښتانه د میږیو او ملخو په څیر را روان سول او د ستر واکمن بهلول خدمت ته یې ځانونه راورسول . »
په دې لړ کی د شیر خان سوری نیکه چی ابراهیم نومېدﺉ د خپل زوی میا حسن سره ( چی د شیر خان پلار و ) د افغانستان د ژغری څخه هند ته ورغی او هلته د متهی خان سور داود شاه خېل سره نوکر سو او وروسته د جمال خان سارنګ خانی سره ملازم سو او هغه هم په نارنول کی ډیر جایداد  ورکړ . ( ژغره یوه ټوټه مځکه ده چی د سلېمان له غره راوتلې او د ګومل پر ژۍ د شپږ یا اوو کروهو په اوږدوالي پرته ده .) د شیر خان نیکه ابراهیم هند ته له تګ نه مخکی د غزنی د سیمی او هند تر منځ د آسونو تجارت کاوه . د ده زوی ( میا حسن ) د سلطان سکندر لودی په پوځی خدمت کی ځان شامل کړ او د بیهار په سهسرام کی جاګیر ( جایداد او مځکی ) ورکول سوې . دا سیمه دوی ته ځکه آشنا وه چی د خلجیانو بختیار درې سوه کاله مخکی د محمد غوری په زمانه کی دلته میشته سوی و .

حسن خان دوې ماینې لرلې چی لومړنۍ یې خپله پښتنه وه او دوهمه یې هم هندوستانۍ مینځه وه . د افغانی مېرمني څخه یې دوه زامن پیدا سول  چی مشر یې فرید او کشر یې هم نظام نومېدﺉ . د دوهمی یعنی هندۍ میرمنی څخه  یې شپږ زامن پیدا سول  چی له هغوی نه یې سلېمان او احمد د خپلو ناسکه وروڼو سره سیالي او مخالفت کاوه . فرید ( یعنی شیر خان ) هغه مهال وزوکېد چی حسن خان په سهسرام کی اوسېدﺉ . د فرید خان د ولادت په هکله یو په زړه پوری روایت دا دی چی کله د ده مور حامله وه نو یوه شپه یې خوب ولیدﺉ چی د آسمان څخه سپوږمۍ برابر د دې په غیږ کی راولویږی . دا د دغه حیرانونکي او هیبت ناکه خوب د لیدلو له امله یو دم را وپاڅېده او خپل میړه حسن خان یې را ویښ کړ او ټول خوب یې ورته ووایه . حسن خان چی ډیر متدین او ځیرک انسان و ، د دې خوب په تعبیر وپوهېدﺉ او بېله ځنډه را ولاړ سو او خپله میرمن یې څو دُرې ( چلاخی ) ووهله . ماندینې چی یې دا ناوړه غبرګون ولید نو پوښتنه یې ورڅخه وکړه چی ولی می ناحقه وهې ؟ حسن په ځواب کی ورته وویل چی ما د پوهانو او بزرګانو څخه اورېدلي چی که څوک دغسی ښه خوب ووینی نو باید چی د بیرته بیدېدو موقع ورنکړه سی ، مبادا چی د خوب غلبه د دې ښه خوب لیدلو نتیجه ور باطله نکړی . ما ځکه ته ووهلې چی د دې تکلیف او درد له امله بیرته خوب در نه سی او موږ د هغه د ښه انجام څخه ګټمن سو .
په هر حال ، فرید خان په ۸۷۸ هجری قمری ( ۱۴۷۳ میلادی ) کال کی د بیهار په سهسرام کی وزوکېد چی د مشر اولاد په حیث پر خپل پلار ډېر ګران و . دا لا څه ، فرید له هماغه کوچنیوالی څخه ډیر ذهین ، ځیرک او پوه هلک و چی د هر چا په زړه کی به یې ژر ځای نیوﺉ .
یو روایت دی چی وایی کله فرید کوچنی هلک و نو د کوچنیانو د عامی قاعدې مطابق یې یوه ورځ شوخي کوله او پلار یې په تنګ کړ او کوم شی یې ورڅخه غوښت . دا مهال ناڅاپه یو ملنګ یا دروېش پر لاره تېرېدﺉ . هغه چی کله د هلک دا نارې او زارۍ ولیدې ، نو په خندا سو او داسی یې وویل : « د خدای هم څه حکمت او کمال دی ، د هندوستان پاچا د یو دومره کوچني شي لپاره ژاړی او زارۍ کوی . » په دې خبره سره د فرید پلار میا حسن هېښ پېښ سو ، یو ځل یې خپل زوی او بیا یې هم هغه ملنګ ته په ځیر ځیر وکتل .

فرید په هلکتوب او ځوانۍ کی دینی تعلیم حاصل کړ او ټول مروَجه علوم یې په کفایت او لیاقت سره بشپړ کړل . وروسته د خپل پلار څخه د میرې او ناسکه وروڼو د بد چال چلند په وجه  خوابدﺉ سو او په بیهار کی بهادرخان ( مشهور په سلطان محمد ) ته د خدمت لپاره ولاړ .
یو روایت دی چی وایی یو وخت سلطان محمد د ښکار او تفریح لپاره کوم ځنګل ته تللی و چی فرید خان هم ورسره ملګری و . دا وخت ناببره یو زمری د ده مخی ته راغی . فرید هم بیله ځنډه خپله توره راوکښله او پر زمري یې سخت ګوزار وکړ . بس په همدې یوه حمله سره یې زمری پر منځ دوه ځایه کړ او ځای پر ځای یې وواژه . واکمن ( سلطان محمد ) چی د فرید خان دغه زړه ورتوب او توریالیتوب ولید نو هغه ته یې د « شیرخان » لقب ورکړ . هو ، فرید له همدې ورځی څخه نور نو د شیر خان په نوم اوڅار سو .
په « تاریخ خان جهان لودی » کی راغلي چی شیرشاه یوه ورځ د خپلو څو ملګرو سره د بیهار د « بلیا » د ښارګوټی په بازار کی روان و ، چی ناببره د یو مجذوب ( ملنګ یا فقیر ) سترګی پر ولګېدې او سمدلاسه یې ږغ وکړ چی وګورﺉ د ډیلی پاچا پلی روان دی . شیرخان چی کله د دې خدای دوست ملنګ خبره واورېده نو خپلی بګړۍ ته یې یوه بله غوټه ( جیغه ) هم ورکړه او په زړه کی یې د ډیلی د پاچهۍ خیال او اراده ورپیدا سوه .

فرید خان چی نور نو شیرخان و ، څه موده وروسته د سلطان محمد څخه رخصت واخیست او سهسرام ته ولاړ او بیرته بیهار ته ستون نه سو . د جونپور حاکم محمد خان سوری چی د شیرخان سوری د زیاتېدونکی نفوذ او شهرت څخه بېرېدﺉ ، پاچا ته د ده په هکله منفی تبلیغ پیل کړ . محمد خان سور د سلطان محمد په هدایت شیرخان ته یو لیک ولیږی او د خپلو ناسکه وروڼو سره یې د هغه د ځمکنۍ دعوې ختمول وغوښته . خو شیر خان په ځواب کی ورته ولیکل چی « دا افغانستان نه دی چی جایداد د یو چا وی خو قبضه هم بل چا پر لګولې وی . بلکی په هندوستان کی چی پاچا کوم نفر ته جاګیر ورکړی نو هماغه نفر یې مالک وی نه بل څوک . تر ننه خو د واکمنانو دا دستور دی چی د کوم مړه کس ( یعنی متوفی ) جایداد د سپېڅلي شریعت پر اساس د هغه وارثانو ته وېشل کیږی او څوک چی د امارت لایق وی نو هغه ته حکومت او سرداري ورکول کیږی . دلته خو ملکیت د هغه چا وی چی توریالی وی .
ملک بمیراث نه ګیرد کسی
تا نه زند تیغ و دوستی بسی
د شاهی فرمان له مخی د سهسرام جایداد زما په تصرف کی دﺉ . له دې څخه به هیچا ته آن یوه لویشت مځکه هم ور نه کړم . » محمد خان سوری هم د خپل وفادار غلام « ښادی » په مشرۍ یو لښکر تهیه او مقابلې ته ورولیږﺉ . شیرخان خپل منتظم ملک سکهر ته چی د ټانډا او خواص پور د جایداد چاري یې ورسپارلي وې ، د مقاومت سپارښتنه وکړه . خو د هغه کسان لږ وو او د ښادی د لوی پوځ په وړاندی مات سول او ملک پخپله هم ووژل سو . شیرخان چی دا ماتې ولیده ، نو یوه نوې ستراتیژی یې غوره کړه . د زیاتو سوغاتونو سره د بابر  اخښي ( جُنید برلاس ) ته ورغی چی د کټره او مانکپور حاکم و . په نتیجه کی جنید لوی پوځی کومک ورکړ او شیرخان هم په ۱۵۲۷ میلادی کی پر جونپور سخته حمله پسی وکړه او محمد خان سوری او خپل ورور سلېمان ته یې سخته ماتې ورکړه چی هغوی د رُهتاس غرونو ته پناه یووړه .
شیرخان نور نو د جونپور او څرمه سیمو جاګیر هم خپل کړ او ویې غوښته چی تیت او پرک پښتانه سره یو موټی کړی . په دې لړ کی یې محمد خان سوری ته د پُخلاینی لیک ولیږی او هغه هم بیرته راغی او د ده ملګری سو . هو ، شیرخان وروسته له دې د پښتنو اتحاد ، عظمت او واکمنېدلو ته لیچی ونغښتل . په دې ترڅ کی یې په زرګونو لودي او نور پښتانه د ملی پیوستون او پښتونولۍ پر اساس سره یو موټی کړل .

شیرخان چی کله ډاډه سو ، نو د جاګیر چاری یې خپل کشر ورور نظام ته وسپارلې او خپله یو ځل بیا جنید برلاس ته ورغی او هغه هم د ځان سره بابر پاچا ته بوت . یو روایت دﺉ چی شیرخان یوه ورځ د سلطان جنید سره د بابر دربار ته د ډوډۍ خوړلو لپاره ورغی . دا مهال د ده مخی ته په چینی کاسه کی د ماهیچې یوه لویه ټوټه ایښودل سوې وه . ښایی دا به یې پخوا نه وه خوړلې یا د غاښونو د کمزورۍ له امله به وو چی یو دم یې د خپلی ملا څخه سېلاخۍ ( پیشقبضه ) راوکښله ( یو بل روایت هغه خنجر ذکر کړی دی ) او هغه غوښه یې ټوټه ټوټه کړه او وروسته یې په غاب کی کښېښودل او په ډاډه زړه یې وخوړله . بابر د شیرخان دا عجیب او غریب حرکت لیدﺉ او خپل وزیر میرخلیفه یې ورته متوجه کړ او په غوږ کی یې یو څه ورته وویل .
د ډوډۍ تر خوړلو وروسته بابر وویل چی د دغه ځوان افغان د څیرې څخه د پاچهۍ نښی ښکاری . ما په زرګونو ریًسان او افغانان لیدلي دي . خو د هغوی هیچا څخه هم په زړه کی دغسی نه یم بېرېدلی . زما زړه راته وایی چی دغه ځوان باید قید کړم . خو جنید برلاس میرخلیفه ته د شیرخان په هکله معلومات ورکړ او بل دا چی شیرخان میرخلیفه ته هم سوغاتونه ورکړي وو ، نو ځکه میرخلیفه هم په خپل وار بابر ته ډاډ ورکړ چی شیرخان نه کوم لوی پوځ لری ، نه سامان آلات او وسایل ، نو ځکه هغه شاهنشاه ته هیڅ خطر نه سی پېښولای . که تاسو دغه افغان بندی کړﺉ نو ضرور به نور افغانان پر تاسو بې باوره سی او ستونځی به راوټوکیږی . شیرخان هم په دې حساسیت پوه سو او بېله رخصت اخیستلو څخه ووت او خپل جاګیر ته وخوځېد . نور نو د مغولو سره د ده مخالفت په نفرت سره بدل سو .
شیرخان د خپل کشر ورور نظام او عزیزانو ( پښتنو ) سره تر مشورې وروسته بیرته د بیهار واکمن سلطان محمد ته ورغی . سلطان محمد چی د ده ښه تدبیرونه لیدلي وو ، ډیر خوشاله سو او خپل کوچنی زوی ( جلال خان ) یې د روزلو لپاره وروسپارﺉ . څه  موده وروسته سلطان محمد وفات سو او د جلال خان مور ( دودو ) هم پسی وفات سوه او شیرخان د جلال خان د مرستیال په توګه د بیهار اداره په خپل لاس کی واخیسته او نور نو لوی دولتی مقام ته ور شامل سو . د بنګال پاچا ( مخدوم عالم ) د جنګ لپاره قطب خان ور ولیږﺉ خو شیرخان د زرګونو پښتنو په توره سخته ماتې ورکړه او قطب خان شخصأ د حبیب کاکړ په نیزه سره ووژل سو . شیرخان ته لویه خزانه ، اسونه ، پیلان او تجهیزات په لاس ورغلل او د واکمنېدو اساس یې کښېښود . وروسته یې د بنګال د پاچا سره جګړه وکړه او یوه یوه سیمه یې نیول . چنار یې ونیو ، د رُهتاس او ګور کلاوی یې ونیولې ، وروسته یې د رهتاس څخه تر قنوج او سَنبل پوری ټولي سیمی فتح کړې . په قنوج کی یې همایون ته ماتې ورکړه څو چی تر ډیلی پوری یې ټول هندوستان فتح کړ او په دې ډول یې پر هند باندی د افغانانو باالقوه واکمني بیا راپیل کړه ( ۱۵۳۹ میلادی ) .  د همایون لخوا د خپلو دوو وروڼو ( کامران او هندال ) سره کلک مخالفت پیدا سوی و چی د شیرخان د بریالیتوب یوه لویه وجه همدا کورنۍ نزاع او دښمني وه . همایون باالاخره د سِند ، بلوچستان ، او سیستان څخه هرات ته او له هغه ځایه اصفهان ته پناه یووړه او د شاه طهماسب صفوي په دربار کی پناهنده سو . خو شاه طهماسب ورڅخه وغوښته چی باید شیعه مذهب قبول کړی او هم به کندهار د تل لپاره د ایران صفوی دولت ته ورکوی بیا به نو صفوی دولت  پوځی کومک ورسره  وکړی ترڅو په هند کی شیرشاه سوری وځپی . همایون دا ټول شرطونه ومنل خو شپاړس کاله د هند څخه لیری و اوسېد او د شیرشاه او بیا د هغه د زوی عادل خان ( اسلام شاه ) د توری تاب ته ټینګ نه سو .

شیرشاه چی کله پاچا سو نو ستراتیژیک هدف یې دا و چی ځوانان پر ښور او خوځښت راولی او د پښتنو وفاداري او هوډ ژوندﺉ وساتی . تاریخ پوهان د شیرشاه طاقت ، محنت او مؤفقیت ته په درنه سترګه ګوری . د ځمکنیو چارو شرایط یې سم کړل ، نوﺉ مالیاتی سیسټم یې ایجاد او رایج کړ ، ځمکني اصلاحات یې وکړل او د کروندګرو سره یې  حکومت مستقیمأ وتړﺉ . یاغیانو ، ظالمانو او حق خوړونکو د شیرشاه له بیری د فساد او تیري جرأت نه سو کولای . د ده یو خاص عادت دا و چی شخصأ به د نزاع او مناقشې ځای ته ورتیً او هلته به یې ماجرا او د دعوې موضوع په سترګو لیده ، هغه به یې ارزوَله او بیا به یې قضاوت او فیصله کوله . کله چی به یې فیصله صادروله نو د هغې تطبیق به یې هم جدأ تعقیباوه او همدا کار د ده د بریالیتوب اصلی عامل و . شیرشاه سوری په خورا لږ وخت کی ډیر زیات اصلاحی ، جوړښتی او عمرانی کارونه کړي دي چی د هند او افغانستان تاریخونه پرې ویاړی .
د شیرشاه په کړه وړه کی متقابل احترام ، نرمښت ، انصاف ، اخلاق او د پخلاینی احساس نغښتی و . ده به د عدالت پر مهال د خپل رعیت او خپلو اولادونو یا کورنۍ فرق نه کاوه . وایی چی یو وخت د ده زوی عادل خان ( چی په عین حال کی ولیعهد هم و ) یوه ورځ پر فیل باندی سپور و ، او د آګرې په کوڅو کی تېرېدﺉ . څنګه چی فیل ډېر لوړ او د کورونو دېوالونه کښته وو ، نو ناببره یې سترګي د یو بقال په کور کی پر یوې ځواني ښایسته ښځی ولګېدې چی د کور په غولي ( انګړ ) کی لمبېده . عادل چی ورته وکتل نو پاڼ یې وروغورځاوه . ښځه چی ډېره حیاداره وه ، ځان یې شرمنده احساس کړ او د نامحرم سړي دغه عمل یې د ځان په وړاندی سپکاوی وباله . کله چی یې میړه کور ته راغی میرمني یې کیسه ورته وکړه چی د واکمن زوی دغسی توهین کړم . میړه یې هم سمدلاسه د واکمن ( یعنی شیرشاه سوری ) دربار ته د شکایت لپاره ورغی او ټوله کیسه یې ورته وکړه . پاچا چی کله دا ماجرا واورېده نو له قهره سور او شین سو او په لوی دربار کی یې دا امر وکړ چی دغه بقال دې همداسی پر فیل سپور شی او د عادل خان میرمن ( د پاچا مږور ) دې هماغسی مخامخ توهین کړه سی او کټ مټ بدل دې ترې واخیستل سی . د شیرشاه په دې حُکم سره په دربار کی غوغا او هنګامه پورته سوه . له هری خوا او هری خولې څخه د شفاعت او سفارش ږغ راپورته کېدﺉ . خو لوی واکمن شیرشاه سوری هدایت وکړ چی یا ، دلته شفاعت او واسطه ځای نه سی نیولای . ځکه زما په فکر د یو معمولی رعیت لور یا مږور کټ مټ زما د لور یا مږور غوندی مقام او حیثیت لری او دا زما عدالت دی چی هرومرو به عملی کیږی . دا مهال په دربار کی چوپه چوپتیا خپره سوه او د لوی پښتون واکمن د امر په مقابل کی چا د نورو دلایلو او عذر جرأت نسو کولای . کله چی بقال ولیده چی پاچا په رښتیا هم ډیر جدی دﺉ او امر یې عملی کېدونکی دی ، نو مداخله یې وکړه او رامخته سو او په ډیره عاجزۍ سره یې د عرض اجازه وغوښته . پاچا ورته وویل چی ووایه څه وایې ؟ بقال په زاریو او ننواتو سره ورته وویل چی لوی ټولواکه ! ماته خپل انصاف راورسېد او هرڅه می تر لاسه کړل او بدل می واخیستل سو . نو دا چی زه پخپله عارض وم خو ستاسی ټینګ عزم او پرېکړی ماته هرڅه راکړل . ستاسی مږور زما خور ده ، آیا تاسو غواړﺉ چی د میرمنی غوندی می خور هم کټ مټ توهین سی ؟  لوی واکمن هم نرم سو او د پښتونولۍ د رموز او شرافت له مخی یې خپله مږور معاف کړه او بقال یې ونازاوه . هو ، دغه دی د یو لوی واکمن لوی عزم ، لوی انصاف ، لوی شهامت او باالاخره لوی صفت .

لوی شیرشاه د خپل څه باندی پنځه کلن واک پر مهال مسلسل کوښښ کاوه چی لومړی په هندوستان کی استوګن پښتنی قومونه سره متحد کړی او بیا د پښتونخوا پښتانه د هندوستان د پښتنو سره وصل ، محشور او یو لاس کړی . دﺉ چی کله د خپلو سوبو په لړ کی جیلم ته راورسېد نو د خپلو شمالی پښتنو وروڼو سره یې لیده کاته هم پیل کړه . ویل کیږی چی د روه ( پښتونخوا ) د هېواد له لیری لیری سیمو څخه په زرګونو پښتانه راتلل او د ده په لښکرو کی تنظیمېدل . شیرشاه د مالګو د غرنۍ لړۍ په لمن کی د خوشاب کیمپ جوړ کړ . دلته هره ورځ جرګې کېدلې او پښتانه حتی د کابل او کندهار څخه راتلل . ځینی وایی چی د هلمند تر لمنو پوری پښتانه د شیرشاه لیدو او جرګو ته راتلل . په دغو خلکو کی شیخ بایزید ساروانی د شیخ کتال زوی هم شامل و چی د پښتنو یو منلی پیر او د « شیرشاه تاریخ » لیکوال هم دی . کله چی بایزید راغی نو شیرشاه سوری یې مخی ته ورغی او په پښتو ژبه یې د زړه له کومی ورته وویل چی « اې شیخه ! راسه چی سره غېږ په غېږ سو . »

د شیرشاه سوری د واکمنۍ په شمالی خوا  کی د کامران حکومت و چی ډیر پیاوړي او منظم ځواکونه یې لرل . شیرشاه دومره طاقت نه درلود چی هغه ته یې ماته ورکړې وای . همدا علت و چی د پښتنو پیوستون او توری ته اړ و . نو ځکه ده غوښته چی لومړی د لویدیځ خوا ته مخه کړی . د ده لومړی هدف د نیازیو سیمی وې چی د اباسین پر دواړو خواوو میشته وو . د کالاباغ په ګاونډ کی یوه سیمه وه چی عیسی خېل نومېده چی د غلجیو پښتنو  د یوې څانګی نوم هم و . د دې سیمی نیول ځکه آسانه و چی د ده په لښکر کی زیات شمیر نیازي پښتانه شامل وو او د ده ستر جنرال هیبت خان پخپله نیازﺉ و چی دا مهال په دې سیمه کی د ده ګورنر هم و چی مُلتان او پنجاب دواړه یې په قلمرو کی شامل وو . شیرشاه خپل وراره ( مبارک خان ) چی د مینځی زوی و ، د هیبت خان تر امر لاندی مؤظف کړ چی د نیازیو سیمه ونیسی . دا چی څه پېښ سول قصه یې داسی ده :
د نیازیو د سمبل خېلو په ټبر کی یو سړی چی ( الله داد) نومېدﺉ ، ډیره ښایسته لور درلوده چی د ښکلا صفت یې شاوخوا سیمو ته رسېدلی و . غټی ښایسته سترګی ، نرۍ وریځی او اوږده باڼو ګان یې لکه غشي او لیندۍ وو . د مخ څخه یې د ښایست لمبې پورته کېدې او اوږدې اوږدې کوڅۍ یې درلودې . مبارک خان چی کله دا نجلۍ ولیده نو زړه یې بایلود او پر میَن سو . ده د روه ( پښتونخوا ) دود دستور هېر کړ او الله داد ته یی پټ رُیبار واستاوه او د لور غوښتنه یې ځنی وکړه . الله داد هم د مبارک خان حضور ته راغی او احترام یې وکړ او په ډیر عزت سره یې ورته وویل چی ته به په خپل حرم سرای کی ډیری مینځی لرې او حرم به دې د پاک لمنو ښځو څخه ډک وی او پر دې سربېره عالیجناب خو په هند کی لوی سوی دی او د لوړ کلتور خاوند دی خو زما لور یوه کلیواله نجلۍ ده او یوازی د روه په کړو وړو پوهیږی . په لنډه توګه ستاسی او زما د لور تر منځ ډیر زیات توپیر موجود دی یعنی زما لور ستاسو لیاقت نه لری او د واده امکان یې نه لیدل کیږی .
مبارک خان ډیر په قهر سو او د سمبل کورنۍ په ځورولو یې پیل وکړ تر څو الله داد مجبور کړی چی خپله لور ده ته په نکاح کړی . خو الله داد قطعأ دې کار ته نه حاضرېدﺉ . مبارک خان هم د ظلم او یرغل څخه کار واخیست ، د سمبل پر یو کلي یې حمله وکړه او یوه مینځه یې وتښتوله . د ټولی قبیلې جرګه ورغله او د ښځی تښتول یې د پښتونولۍ خلاف عمل وباله . خو مبارک خان د هغوی خبره و نه منله . هغوی هم په قار سول او خبردارﺉ یې ورکړ چی  : ګوره ! ته په هند کی لوی سوی یې . د پښتنو دود دستور دې نه دی زده . هیڅکله باښه پر باز باندی ظلم نه سی کولای . موږ ستا د تره ( اکا ) په وجه چی پاچا دﺉ ستا احترام کوو ، که نه ته خو د یوې مینځی زوی یې . پام کوه چی نور په موږ غرض و نه کړې . زموږ ښځی په عزت سره پرېږده او نور موږ مه ځوروه . مبارک خان په ځواب کی ورته وویل چی : تاسی څه شرف نه لرﺉ . زه به خپل حرم سرای ډک کړم . دا نجلۍ هم نه آزادوم او د ( الله داد) لور هم په زوره بیایم . خو جرګه والو په قار سره ورته وویل چی که ژوند درباندی ګران دی نو زموږ د ښځمنو څخه لیری ګرځه . د دې اخطار په اورېدو سره مبارک خان خپلو سړو ته امر وکړ چی د کوتکو او سوټیانو په وهلو یې وباسی . دا مهال د خلکو قهر وپارېد که څه هم وسلې یې دباندی ایښی وې خو په تشو لاسو یې پر مبارک خان حمله وکړه ، دﺉ او د ده ټول سړي یې ځای پر ځای ووژل .
شیرشاه چی په دې پېښه خبر سو ، نو هیبت خان ته یې ولیکل چی : « سوریان هسی هم لږ دي خو دا چی خپل نور افغانان یې پسی وژنی نو باالاخره یو سور به لا هم پاته نه سی . سمبلیان د هیبت خان خپل قوم دی . باید دوی ته سزا ورکړه سی چی نور بیا د دې جرأت و نه کړی چی ګورنر  ووژنی . »
سمبل هم ټول غرونو ته وختل او هیبت خان ځکه تعقیب نه کړل چی هغه سیمه د شیرشاه قلمرو نه و . هیبت خان هم نیازﺉ و او هغوی ته یې چال وکړ او ټولو ته یې د عفوی اعلان ورکړ . د قبیلوی اړیکو په اعتماد نهه سوه نارینه د خپلو کورنیو سره بیرته خپلو مېنو ته راستانه سول . هیبت خان هم ټول نرینه ترې ووژل او ښځی یې شیرشاه ته ور واستولې . شیرشاه په دې عمل باندی ډیر خواشینی سو او ورته ویې ویل چی : « د قبیلو تر منځ دومره لوی خیانت او جنایت تر اوسه هیچا هم نه و کړی . آیا هیبت خان غواړی چی مستقل حکومت وکړی ؟ څنګه یې دومره خلک هغه هم د خپل قوم ، بیګناه ووژل ؟ ده پښتو او پښتونواله هېره کړې ده . » شیرشاه بېله ځنډه هیبت خان برطرف کړ او مخکی له دې چی سزا ورکړی یا دا مسأله ژرترژره حل کړی پخپله د اجل مېلمه سو ( ۱۵۴۵ میلادی ) .

شیرشاه صرف یو پاچا یا دنیوی انسان نه و بلکی د دین ډیر پابند او شریعت ته تسلیم و . په هر کار کی د دین او شریعت څخه ګټمن کېدنه د ده اصلی اصول وو . روایت دی چی شیرشاه یو لمونځ هم نه قضا کاوه . کله چی به د لمانځه وخت سو نو کار به یې پرېښود او لمونځ به یې ادا کاوه . د تهجد لمونځ یې هم تل ادا کاوه او ډیر ذکر او دعاګانی به یې کولې . د علماوو او فضلاوو ډیر درنښت یې کاوه . په درباریانو کی یې روحانیونو خاص مقام درلود . له دې نه پرته ، شیرشاه یو صوفی انسان و او ویل کیږی چی د ملک العلمأ حضرت شاه بډن منیری مرید و . یو روایت ډیر مشهور دی چی وایی د عربستان په ریګو کی یو سړی د تندی او ګرمۍ څخه بې هوښه پروت و . دا مهال یو بوډا ورته راغی چی د اوبو ژﺉ ورسره و . څنګه چی دا یو داسی ځای نه و چی د اوبو د راوړلو امید ورته سوی وای ، نو دغه سړﺉ حیران سو او مخکی له دې چی د بوډا اوبه وڅښی د هغه د نوم او آدرس پوښتنه یې ځنی وکړه ، او ورته ویې ویل چی ترڅو خپل ځان را و نه پیژنې ، دا اوبه نه څښم . بوډا هم ناچاره سو او ځان یې داسی وروښود : « زما نوم فریدالدین دی چی په شیرشاه سره مشهور یم . که بیا د دغسی اوبو څښلو هیله درسره پیدا سوه نو د هندوستان په سهسرام کی یې زما د تالاب څخه څښلی سې . » د دې قصې اصلیت که هرڅه وی وی به ، خو بې څه هم نه ده او دا چی د شیرشاه څخه په مابعده عصر کی دا کیسه دومره مشهوره ده پخپله د شیرشاه اسلام پالنه ثابتوی .

سر اولف کېرو داسی لیکی : « شیرشاه سوری د لوی پښتون ټبر او پښتنی ټولنی یوه داسی مهمه ټوټه ده چی نوری ټولی ټوټې سره مښلوی . تر ده وروسته به دا قوم تل سترګی پر لاره وی چی د شیرشاه سوری غوندی لارښود یې په برخه سی تر څو دا ټوټې پارچې قوم بیا سره سریښ کړی او د پښتون ټبر په تاریخ کی ځای ولری . »

وایی چی یوه ورځ شیرشاه ډیر غمګین و . آه یې وکیښ او په ژړا کی یې سلګۍ وهلې . د مجلس خلک ټول خپه سول او یوه درباري ورڅخه وپوښتل چی : دولتی ، تشکیلاتی  او مالی چاری ، اردو ، شاهی کړه وړه ، قوانین او مقررات ټول تنظیم سوي دي . په لږ موده کی ډیر کارونه اجرا سوي دي او هر څه چی تاسی امر کړﺉ ، هغسی اجرا سوي دي . نو پر دغو ټولو سربېره ولی دومره خپه یاست ؟ شیرشاه هیڅ ځواب ور نکړ . خو د ده ملګرو ډیر ټینګار وکړ او دﺉ یې مجبور کړ چی ځواب ورکړی . شیرشاه داسی وویل : « تاسی حق وایاست ، مګر څلور غوښتنی زما په زړه کی دي چی نه یې سم عملی کولای او دا آرمان به د ځان سره ګور ته یوسم . هغه دا چی لومړی کاشکی مو د روه غرنۍ سیمی پرېیښی وای او ټول اوسیدونکي می د نیلاب څخه تر لاهور پوری په هوارو او خړوبه مځکو کی ځای پر ځای کړي وای . دوی به د مغلو د هر ډول تیرې مخنیوﺉ کړی وای او هم به یې څوک نه پرېښودای چی د کابل له لوری د هند د نیولو لپاره راتلای او همدا رنګه په اوارو سیمو کی د اوسیدلو بله ګټه دا وه چی د غرو خلک به متمدن سوي او پوهه به یې زیاته سوې وای . دوهم دا چی زه غواړم لاهور بیخی ونړوم . ځکه لاهور داسی ښار دی چی د شمال څخه هر تیري کونکی ته ټول جګړه ییز امکانات برابروی . هر یرغلګر د لاهور څخه ځان اکمالوی او پر هند برید کوی . درېیم آرمان می دا دی چی تر مکې معظمې پوری یوه لویه لاره جوړه کړم او د هغه په اوږدو کی پنځوس لویی لویی ودانۍ جوړي کړم چی زموږ حاجیان په راحت شپې پکښی تیری کړی . څلورم غواړم چی په پانی پت کی د سلطان ابراهیم ښکلې مقبره جوړه کړم په دې شرط چی مخامخ یې د چغتای سلطان بابر قبر ورته جوړ کړم ځکه چی سلطان ابراهیم د ده له لاسه شهید سو . دا څلور هیلی زما د زړه آرمانونه دي چی د ځان سره به یې ګور ته یوسم . » هو ، شیرشاه په رښتیا هم دا څلور واړه آرمانونه ګور ته ورسره یووړل .
د شیرشاه په دې لنډ بیان کی د ده د جنګ پوهنی ، تاکتیک پوهنی ، ستراتیژی پوهنی ، معمارۍ ، آبادۍ ، دین دوستۍ او پښتون ولۍ فلسفه نغښتې ده چی څیړنه یې پوره یو کتاب په بر کی نیسی . خو د لاهور د نړولو څخه یې مراد فزیکی نړول نه بلکی ستراتیژیکی بدلون او د یو متبادل ښار جوړول و . 

افغانانو ته د شیرشاه سوری وصیت عباس سروانی داسی رانقل کړی دی : « زه په دې پوره باور لرم چی که د افغانانو تر منځ بې اتفاقی نه وی ، نو هیڅ قوم په توریالیتوب کی د افغانانو سره برابرېدای نه سی . زه د خپلو عزیزانو څخه دا هیله کوم چی په خپلو کی کینه له منځه وباسی او ټول په خپلو کی سره یو لاس شی . »
شیرشاه سوری باالاخره د کالنجر د مضبوطی کلا د نیولو پر مهال چی راجا کریت سنګ د خپل پوځ سره پکښی پټ و ، په هغه اور کی سخت ټپی سو چی د بمونو په ډیپو کی د یو بم د لګیدلو له امله اور ولګېد . کله چی څه ګړﺉ وروسته د کلا د فتح کېدو خبر ورکول سو نو بېله ځنډه یې  داسی وویل : « یا الله تا ته شکر پر ځای کوم . همدا زما وروستۍ هیله وه . » دا شنبه وه چی د ۹۵۲ هجری کال د ربیع الاول د میاشتی لسمه ( او د ۱۵۴۵ عیسوی کال د مې ۲۲ ) وه .  تر دې وروسته چی نیم بدن یې سوځېدلی و ، پسی وفات سو او په سهسرام کی خاورو ته وسپارل سو .
 د شیرشاه سوری په ناببره وفات کېدو سره د ده ټولی پروژې نیمګړی او نیمه خوا پاته سوې او په هند کی پښتانه د تل لپاره بې سرپرسته ، بې سرنوشته او بې بخته سول . نن چی د لوی واکمن شیرشاه سوری د مړینی څلورسوه اته شپېتمه کالیزه ده ، نو د ده روح دې ښاد وی ، نوم دې یې آباد او یاد دې یې په مراد وی . والسلام ، (ن صمد )

په دې لیکنه کی د دغو اخځونو څخه استفاده سوې ده :
۱ ـ شیرشاه او د هغه عصر  ( کالکارنجن قانون ګو ) ، نوﺉ ډیلی ، ۱۹۸۱
۲ ـ شیرشاهی تاریخ ( عباس سروانی ) ، ژباړن : دکتور دولت محمد ، پښتو ټولنه ـ کابل ، ۱۳۵۴ لمریز
۳ ـ د شیرشاه ژوند ( اختر سهسرامی ) ، پټنه ، هندوستان ، ۱۹۳۶
۴ ـ پښتانه ( سر اولف کېرو ) ، ژباړن : الحاج شیر محمد کریمی ، پیښور ، ۱۳۷۸ لمریز
۵ ـ تاریخ مغول و تیموریان ( لوسین بوات ) ، مترجم : محمود بهفروز ، تهران ، ۱۳۸۳ لمریز