دمومن پسخورده شفاءده:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55247
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-05-25

: (۷۳۰) : مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.. ..... مستفتي:داکترخیرمحمد/بنګلادیش...... محترم مفتي صاحب ته او بيا دبینوا ومدیر صاحب ته دزړه له کومي سلامونه وايم . داخبره څنګه ده چي دمومن ناړي اوپسخورده شفاءده .....ستاسودجواب په انتظار..... الجواب ومنه الصواب .... نحمده ونصلي علی رسوله الکريم... محترمه وروره په دې باره کښي حديثونه راغلي دي چي يوله هغو څخه دادئ چي «ريق المؤمن شفاء». ملاعلي القاري (رحمه الله تعالی) د«الموضوعات الکبری»په ۱۲۹ مخ کښي ليکلي دي چي دغه حدیث دمعنی په اعتبار صحيح حديث دئ ،نوداخبره شرعا ثبوت لري چي دمومن په ناړه اوپسخورده کښي شفاء موجوده ده. والسلام ومن الله التوفيق.