له قضاحاجت نه وروسته دلاس پرېولل:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55249
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-05-25

فتوي نمبر(۷۳۲) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي: سميع الله /کابل ... سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم دبېنوا وټولوکارکوونکواو ومحترم مفتي ابولفضل صاحب ته . ځما پوښتنه داده چي يوسړئ له قضا ئي حاجت څخه وروسته استنجا و وهي اوبدبويي دلاس او دځاي داستنجا د ده ورکه نه سي نودغه استنجا د ده صحيح ده اوکه به خامخا په صابون سره استنجاوهي ؟.... الجواب ومنه الصواب... نحمده ونصلی علی رسوله الکريم.... دغه استنجا وهونکئ دي په استنجا وهلوکي کوښښ وکړي چي په ابوسره دغه بدبويي ورکه کړي خوکچيري حاجت وګرمو ابو او وصابون ته پيداسي نواستعمالول دګرموابواودصابون نه دي لازم دغه سړئ دي کوښښ وکړي په پاکولو کي دځائ داستنجا بدبويي که ورکه نه سي پروا نه لري!والسلام [ردالمحتاربيروتی طبع ج۱ص۲۳۰-طحاوي شرح مراقي الفلاح ص۲۷]