داسلام نه وروسته دغسل وجوب:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55250

دخبریدو نیټه : 2013-05-25

فتوي نمبر۷۳۳) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته... مستفتي: عبدالله لندن سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم دبينوا وټولو محترموکارکوونکواو ومحترم علامه ابوالفضل صاحب ته خدای پاک موجوړ او روغ لره . وروسته له سلامه ځماپوښتنه داده چي يوکافرله خپلي ښځي سره جماع وکړي وروسته له جماع ده غسل نه وو کړئ اومسلمان سواو لمونځ يي په اوداسه وکئ دغه لمونځ د ده صحيح کيږي اوکه نه؟ الجواب ومنه الصواب... نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.... ځينو علماوو ذکرکړيدي چي لمونځ د ده صحيح دئ ولي په هغه وخت کي چي دۍ کافروو پرده باندي غسل نه وو فرض خوپه «تجنيس» کي ذکرسويدي چي لمونځ د ده نه ده صحيح پرده باندي غسل لازم ده غسل به کوي صحيح هم دغه خبره ده چي غسل باندي لازم ده ! والسلام