دذبیح الله دپوښتني جواب:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55251
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-05-25

فتوي نمبر(۷۳۴) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : ذبيح الله ننګرهار . السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ځما پوښتنه داده چي که ديوسړي ضرورت وغټوبولو ياو کوچنئ بولوته پيداسو نو وبولوته نه ولاړېدل اوپرځان باندي تکليف تيرول دشريعت له نظره څنګه کاردئ ؟ ....الجواب ومنه الصواب... کچيري ديو سړي ضرورت وغټوبولو ياوکوچنئ ته پيداسي نودۍ دي ولاړيږي وبيت الخلاءته داسي دي نه کوي چي ترڅوپوري چي ښه په تکليف سوئ نه وي نه ولاړيږي ولي چي دۍ ډېرپه تکليف سي اوبيا ځغلي دا ورسره تړلې ده چي پرلاربه يي کار خراب سي کالي اوبدن به يي مردارسي اوخجالت به ورته پيښ سي ! والسلام [ردالمحتارج۱ص۲۳۰]اوله دې څخه مرض هم پیداکېږي.والسلام ومن الله التوفيق