که يوڅوک دولاړي قدرت لري خورکوع اوسجده نسي کولائ..

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55651
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-06-20

فتوي نمبر(۷۳۵): مستفتي : رحمت الله مومند . پوښتنه : د عاليقدر محترم أبوالفضل صاحب د روغتيا او صحت په هيله ، قدرمنه زما پوښتنه د لمانځه په اړه ده ، هغه دا چي که يو شخص پر ولاړي قدرت درلودئ خو د سجدې او رکوع توان نه ؤ ورسره ، نو ددغسي چا د لمانځه طريقه به څرنگه وي ؟ هيله کوم چي په جواب سره مو ونازوۍ . جـــــــــــواب : محترمه ! هغه څوک چي يواځي د لمانځه د ولاړي د فريضې قدرت لري خو سجده نسي کولائ ، عام له دې که رکوع کولائ سي او که نه ، نو پداسي حالت کي دده و خوښۍ ته اعتبار دئ ، او ده لره اختيار ورکول کيږي ، که د ولاړي په حال کي په اشاره سره لمونځ کوي ، او که د ناستي په حالت کي په اشاره سره ، خو رکوع به هم په اشاره سره کوي که څه قدرت باندي لري . البته پدغو دوو لارو کي غوره داده چي د ناستي په حالت کي په اشاره سره لمونځ ادا کي . دا د جمهورو او اکثرو علماؤ رايه ده . [رد المحتار : (۱ / ۲۹۹ ) هدايه : ص ۱۴۲ باب صلاة المريض ، البحرالرائق : (۲ / ۱۱۶) .] .