که په سجده کي چاته عذرپېښيږي نو دلمانځه طريقه يې څه ده؟؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55652
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-06-20

فتوي نمبر(۷۳۶): مستفتي : نقيب الله افغان / لندن . پوښتنه : محترم مفتي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، زما پوښتنه داده چي که يو شخص ته د سجدې په حال کي عذر پيښيدئ مثلا بولي ورڅخه کېدې یابادورڅخه وتَيْ نو ايا سجده به کوي او که به په اشاره سره لمونځ کوي ؟ جــــــــــواب : د هغه معذوره شخص د لمانځه طريقه کوم چي په سجده کولو سره دده څخه باد ، يا د بولو څاڅکي خارجيږي او اودس يې ماتيږي ، داده چي دَئ به په اشاره سره لمونځ ادا کوي ، رکوع او سجده دي نکوي [کبيري ص ۲۶۷] .