که څوک دولاړي په حال کي معذوره وي :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55654
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-06-20

فتوي نمبر(۷۳۸): : مستفتي : ډاکټر اسرار الحق / هرات . پوښـــتنه : و علامه معين الدين أبوالفضل حفظه الله ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، هيله کوم چي روغ رمټ به ياست ، ستاسي له عالي حضور څخه زه يوه پوښتنه لرم چي د يو معذور شخص په اړه ده ، هغه دا چي يو زخمي نفر دئ چي په لمانځه کي د ولاړي يا د ناستي په حال کي له ده څخه وينه بهيږي ، خو کله چي د شا پر تخته پريوځي نو د ويني جريان يې بنديږي ، دغه سړئ به د لمانځه کومه لار اختياروي ؟ جــــــــــواب : محترمه وروره ! هغه زخمي چي د پروت په حالت کي يې وينه جريان نکوي او دولاړي يا ناستي په حال کي وينه ورڅخه بهيږي ، نو دَئ به لمونځ په ولاړي کوي ، او رکوع او سجده دي کوي ، که څه له زخم څخه يې وينه جاري وي . [قاضيخان / عالمگيري / کبيري : ص ۲۶۷] .