څوک چي په مسجدکي په ولاړه لمونځ نسي کولائ؟؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55656
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-06-20

فتوي نمبر(۷۴۰): مستفتي : محمد نسيم / رياض . پوښتنه : و حضرت مولانا مفتي أبوالفضل صاحب ، او محترم خالد صاحب ته د زړه له تله نيکي هيلي او احترامات عرضوم ، او له الله پاک څخه درته ددې خدمت د اجر سوال کوم ، زه يوه پوښتنه لرم که يې راته جواب کړۍ ، هغه دا چي زه چي کله په مسجد کي لمونځ کوم نو هلته د ځينو لاملونو په وجه لمونځ په ولاړي نشم کولائ ، خو په کور کي لمونځ په ولاړي کولاي سم ، نو ماته کوم يو غوره دئ ؟ . جـواب : هغه څوک چي په مسجد کي د لمانخه فريضه له قيامي او ولاړي سره نسي ادا کولائ ، او په کور کي بيا کولاي سي چي لمونځ په ولاړي وکړي ، نو دغسي شخص ته پکار دئ چي لمونځ په کور کي ادا کړي (فقط والله أعلم) . قال في الأشباه : ولو أضعفه عن القيام الخروج لجماعة صلی في بيته منفردا ، به يفتی . رد المحتار : (۱ / ۵۰۸) ] . وقال الطحطاوي : ولو عجز عن القيام بخروجه للجماعة ، وقدر عليه في بيته ، اختلف الترجيح ، المفتی به انه يصلي في بيته منفردا کما في البحر [طحطاوي : ص ۲۳۶] .