په داسي ځائ کي لمونځ کول چي درېدلائ نسي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55657
دارالافتاءابوالفضل،.
دخبریدو نیټه : 2013-06-20

فتوي نمبر(۷۴۱): مستفتي : گل حسن / جلال اباد . پوښتنه : محترم مفتي صيب ، زه له تاسو نه يوه پوختنه لرم که يې ځواب راکړي احسان به مو وي ، زما پوختنه داده چي که يو څوک پداسي ځائ کي لمونځ کوي چي دريدلئ نسوای ، نو ده ته په ناستي لمونځ کول څنگه دي ؟ جـــــــواب : پداسي محل کي لکه ټيټه خيمه مثلا چي لمونځ د ولاړي په حالت کي نسي کيدلائ او چت يې سر راگرځوي ، او دارنگه له خيمې دباندي دريدل مشکل وي ، مثلا خټي او باران وي ، نو لمونځ دي په ناسته سره وکړي ، هيڅ پروا نلري والله أعلم . [عالمگيري : (۱ / ۱۳۸) .