که ډاکتردولاړي اجازه نه ورکوي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55658
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-06-20

فتوي نمبر(۷۴۲): مستفتي : دکتور محب الله غضنفر / کندهار . پوښتنه : زما پوښتنه داده چي يو نفر ته د يوې ناروغۍ له وجي ډاکټر صاحب دا مشوره ورکړه چي يو څو ورځي به نه کښينې ، بلکي پريوځي به ، او دغه سړي پر ناستي قدرت درلودئ ، نو د لمانځه طريقه بې څنگه وي ؟ جـــــواب : کوم چاته چي ډاکټر د يوې ناروغۍ له وجي د پريوتلو مشوره ورکړي ، او کښينستل دده لپاره نقصاني وي ، که څه هم پر ناستي قدرت لري ، نو په اشاره سره دي لمونځ کوي ، لمونځ يې صحيح دئ . خوطريقه يې داده چي پرشابه پريوزي ، اوپښې به دقبلې وطرفته کړي، په داسي حال کي چي ځنګنونه به جګ ودروي ؛ ځکه چي قبلې ته دپښوغځول مکروه دئ.، اوسر به ليږ پورته ونيسي ترڅوچي مخ يې دقبلې ولوري ته سي. کما لو قدر علی القعود ، ولکن بزغ المآء من عينيه فأمره الطبيب ان يستلقي اياما . [البحرالرآئق : (۲ / ۱۱۴) ردالمحتار:ج۱ص۵۵۹ او ۵۶۲] .