کندهار : د فوټبال په لوبه کې څلور غوره لوبغاړي اعلان سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55798
لودين
دخبریدو نیټه : 2013-07-01

په کندهار کې د سلګونو ځوانانو له لوري د کندهار فوټبال غوره لوبغاړي معلوم او تيره ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال اعلان سوه .
په دې اړه  د کندهار د ځوانانو شورا او  کندهار فوټبال فيس بوک پاڼي له لوري يوه سيالي په لاره اچول سوې وه چې پوره لس ورخي يې دوام وکړ .
د غوره لوبغاړو د ټاکلو دپاره په هيواد کې دننه او د هيواد نه بهر زرګونه کسانو رايي کارولي وي چې په پايله کې يې د دفاع په برخه کې نصيراحمد ، د مرکز په برخه کې عبدالسميع غيرتمل ، د فاروډۍ په برخه کې قدوس ساحل او د ټرېنرۍ په برخه کې انجينر امان الله کامران ډيري رايي وړي وي او په يادو برخو کې غوره لوبغاړي وټاکل سوه .
تيره ورځ مازيګر په دې اړه يو لړ مراسم جوړ سوي وه چې پر مهال  يې ياد کسان په ايوارډونو او ستاينليکونه ووياړل سوه .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال ، د ځوانانو د شورا مشر ناصر مبارز ، د ورزشي امريت مرستيال مدير اغا   او نورو ويناوالو د کندهار فوټبال پياوړی وباله او دا ډول ازاد رقابتونه يې  د ځوانانو د هڅوني دپاره خورا اړين او ګټور ياد کړل .
کندهار چې له ډېر پخوا څخه په فوټبال کې نوم لري دا مهال هم تکړه ځوانان لري چې په ولايتي سياليو کې تر ډيره څايه خورا ښه ځليدلي دي .