د کندهار مجلې پرله پسې ٥٧مه ګڼه چاپ سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55894
روهیال
دخبریدو نیټه : 2013-07-07

 

کندهار مجله په کندهار کي يوازينۍ علمي، ادبي، تحقيقي او هنري مجله ده چي د دغي سيمي د ليکوالو، پوهانو او شاعرانو د آراوو او نظريو مظهر ګڼل کېږي. کندهار مجله څه باندي پنځوس کلنه اوږده سابقه لري، چي په خپل تېر تاريخ کي ئې د دغي سيمي د تاريخ، ادب، کلتور او هنر بېلابېل پيکه اړخونه د خورا معتبرو او لويو ليکوالو په ليکنو او ترجمو کي روښانه کړي دي.
حاضره ګڼه ئې د ٨٨ مخونو په لرلو سره پر سرليکني سربېره ديارلس علمي و تحقيقي مقالې په خپله لمنه کي رانغاړي. د دې تر څنګ د معاصرو او پخوانيو شاعرانو شعرونه هم پکښې خپاره سوي دي. د مقالو زياته برخه ئې د کندهار د هندي سبک د پياوړي شاعر عبدالله محزون پوپلزي ژوند و شاعرۍ ته ځانګړې سوې ده.
مجله د رنګه وقايې په لرلو سره پر خړ اخباري کاغذ چاپ سوې ده.