په پښتو ژبه نوی ناول چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55945

دخبریدو نیټه : 2013-07-11

 

د ناول نوم : خان او کمیسار
لیکوال : محمدانعام واک
چاپځی : ناروې
« خان او کمیسار» د افغانانو د آتیایمې لسیزې د ناورین هغه رښتیانۍ کیسه ده چې په ۴۱۶ مخونو کې، په ښه صحافت او ښه کاغذ کې چاپ شوې ده.
 
خان او کمیسار :
- د یوې کولتوري لاس اچونې درانه سیاسي عواقب؛
- په یوې افغان کورنۍ باندې، په جلال آباد کې، د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د څلوېښتم لښکر د سرتېرو جنسی تېری؛
 - د څلوېښتم لښکر جنګي اخلاق او د افغانانو غبرګون؛
- د غبرګون په وړاندې د « کا جې بې» او «خاد» د «عزت ټکونې» سیاست؛
- د افغانانو غمیزه او مېړانه؛
- د سړې جګړې عشقي، جنګي، سیاسي داستان؛

او خان او کمیسار:
- د افغانستان د داستاني ادبیاتو د آسمان ځلانده ستوری!

د کتاب د لاس ته راوړلو لپاره له لا ندینۍ پتې سره اړیکي نیولی شئ :
ټلفون :0047 977 13 449
برښنالیک :abdaliwak@yahoo.com